د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وايي چې پر طالبانو مالي او سیاسي فشارونه دې، د ژمې په فصل کې به هم دوام ولري.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قومندانۍ مرستیال کرېپ ویل په سوېل لوېدیځ زون کې د پریکنده ملاتړ ماموریت قوماندان برید جنرال مسیمو بیاجیني د کاري مودې د پای ته رسېدو په اړه غونډه کې وینا کوله وویل چې امریکايي او د ناټو ځواکو نه به د ژمې په اوږدو کې هم له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو طالبان اړ کړي چې یا له جګړې لاس په سر شي او یا هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.
هغه په دې اړه وویل:«موږ یوه ننګوني وضعیت کې یوو خو پرمختګ هم کېږي. موږ د خپلو افغانو همکارانو په مرسته سره د ژمي په اوږدو کې پر دښمنانو به مالي او نظامي فشارونه راوړو.»
له دې سره په دغو مراسمو کې د ایټالیا سفیر وایي روم به د تل په څېر د افغانستان له حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ایټالیا سفیر کنټوني په دې اړه زیاته کړه:« موږ به د پریکنده ملاتړ ماموریت په اډانه کې افغان ځواکونو ته مشورې ورکوو او مرسته به ورسره کوو. موږ به په راتلونکې کې د افغانستان لوېدیځ کې نور پرمختیايي فعالیتونه هم وکړو.»
په ورته وخت کې افغان امنیتي چارواکي؛ افغان ځواکونو ته د روزنې په برخه کې او همداشان د جګړې په ډګر کې د ناټو او په ځانګړې توګه ایټالیوي سرتېرو رول مهم بولي.
د پریکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه د افغان ځواکوونو د روزنې سره سره، د جګړې په ډګر کې هم له افغان سرتېرو نه هوايي ملاتړ کوي.