ډګرمن شیرین اغا د دغې قول اردو ویاند وايي چې دغه عملیات د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه او پچغان دره کې له ملي پوځ سره په همغږۍ سره د ملي امنیت د صفر یک قطعې له خوا په عملیاتو په لاره وا چول شول.
هغه همدارنګه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یو اندازه جنګي وسلو او ماینونو د کشف او شنډولو خبر هم ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې دا ادعاګانې د دولت د مخالفو وسلهوالو له خوا تایید شوې نه دي.
هغه د دغو عملیاتو په پایله کې د ملي پوځ د ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.