د ۲۰۱سېلاب قول اردو په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د یوه قومندان له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یادې قول اردو په خبر پانه کې راغلي دي چې سېشنبې (د سلواغې په ۹مه نېټه) د کونړ ولایت په مانوګیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د نجمالدین په نامه د داعش ډلې یو قومندان وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې د یاد قومندان ترڅنګ د داعش دوه نور غړي هم وژل شوي دي.
خبرپاڼې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او همداراز په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو هم څه نه دي ویل شوي دي.