Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د لمریزې برېښنا پروژه؛ ۴ زره هکټاره ځمکه به خړوبه کړي

ننګرهار کې څه د پاسه څلور زره هکتاره ځمکې خړوبولو لپاره د سولري برښنا شبکه پرانیستل شوه چې ټولییز لګښت یې ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي چې د یادې پروژې لګښت د اسیایي بانک لخوا ورکړل شوی او په پام کې ده چې ټاکل شوې للمي ځمکې د خړوبول ترڅنګ ۱.۲ میګاواټه برښنا هم تولید کړي.

د کرنې وزارت د ابیارۍ او طبیعي سرچینو مرستیال بازمحمد فیضان و ویل: «د سلګونه هکټاره ځمکې د خړوبول لپاره به وکارول شي، دا یوازې د جلال اباد نه بلکې د ټول افغانستان لپاره پروژه ده چې یو پرمختګ دی.»

د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم په دې اړه څرګنده کړه: «د دې پروژې د پلي کېدو پلان په تېر کې جوړ شوی و چې پلان کې وه ۳۶۰۰ سولري تختې، ۵ واټرپمپونه پکې وکارول شي.»

د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایې اوس مهال د کانال زرګونه هکتاره ځمکه د امکاناتو د نشتون له امله  للمي ده او په خبره یې که مرکزي حکومت دا ډول نورې پروژې عملي کړي نو د یادو ځمکو په خړوبولو سره د کانال وچې ځمکې په حاصلخېزو ځمکو بدلې شي.

د کرنې وزارت د ابیارۍ او طبیعي سرچینو مرستیال بازمحمد فیضان زیاته کړه:« د کرنې وزارت په ځانګړې توکه د اوبو لګولو مرستیالي په پلان کې لري چې د کورنۍ یا بهرنۍ بودجې له پیدا کولو وروسته دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.»

اخوا د کرني وزرات معین وایې هڅه کوي چې د داخلي او نړیوالي همکارانو په مرسته ننګرهار کې د شړو ځمکو خړوبولو لپاره د بریښنا امکانات برابر کړي.

د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم داسې زیاته کړه: « په ننګرهار کې ډېرې ځمکې داسې دي چې موږ یې داوبو ستونزه د سولر په مرسته نشو حل کولی، که داسې پروژې نورې هم پلې شي نو ممکن زموږ دا ستونزه حل شي.»

 دا شبکه چې په هره ثانیه کې به پنځه سوه لیتره اوبه ورکوي، چارې یې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې او هېواد کې د سیاسي بدلون په راتګ سره یې ځيني تخنیکي چارې نیمګړې پاتې وې چې اوس مهال بشپړې شوې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه