د تسبیح جوړولو صنعت د هرات یو له لرغونو صنعتونو شمېرل کېږي، چې په دې وروستیو کې یې وده کړې.
دغه ولایت کې د تسبیح جوړولو یوه کارخونه کې ډول ډول تسبیح جوړېږي، چې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان ته هم صادرېږي.
په دې کارخونه کې اووه کسان د انارو، چنار، چهارمغز او زیتون له لرګیو تسبیح جوړوي.
د تسبیح جوړولو کارخونې مسوول، عبدالواحد عرب وویل: «هغه تسبیح چې موږ یې دلته جوړوو له ۱۵۰ تر ۳۵ زره افغانیو بیه لري، او دا وروستۍ بیه مې چې وویلې، دا ځکه قیمته دي چې موږ پکې سره زر او نقره کارو.»
په دې کارخونه کې د لوړې بیې تسبیح تر ډېره بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، او له ارزان بیه یې بیا په کور د ننه ګټه اخیستل کېږي.
د تسبیح جوړولو کارخونې کارګر، فرید احمد طلوعنیوز ته وویل: « له هغو دوستانو چې پانګونه کوي غواړم چې راشي او دغه ډول هنرونه په افغانستان کې پرانیزي څو ځوانان په کار شي.»
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د لاسي صنعت ودې او ملاتړ ته ژمن دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس، احمدالله متقي وویل: « موږ په هرات کې لاسي صنایع لرو او ورته زمینه برابرو، موږ اوس د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی دارالفنون جوړ کړی دی.»
مسلمانان له تسبیح د خدای (ج) د عبادت په موخه ګټه اخلي.
په دې اړه مو اندونه