Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرادخاني؛ د کابل ښار ۳۰۰ کلنه لرغونه سیمه

د کابل مراد خانۍ سیمه د پلازمېنې له لرغونو سیمو ده چې لرغونتیا یې څه باندې درې سوه کاله ده.

د کابل په دې سیمه کې لا هم په پخوانۍ بڼه رغول شوي خټین کورونه او په ځانګړو نقاشیو جوړې دروازې او کړکۍ شته.

د رواياتو له مخې، لومړى ښوونځى چې په کابل کې پرانېستل شو په همدې سيمه کې و.

مرادخاني د کابل د زاړه ښار یوه بېلګه ده، خټين دېوالونه او لرګینې کړکۍ د کابل د درې سوه کاله پخوانۍ معمارۍ ښودنه کوي.

د مراد خانۍ کورونه سره نښتې او تنګې کوڅې یې په لرګینو چتونو پوښل شوې دي.

د مرادخانۍ د دویمې ناحیې د وکیلانو رییس، سردار علي و ویل: «دا سیمه درې سوه کاله لرغونتیا لري، پخوا پکې له پنځه سوو تر شپږ سوو کورونه ودان و، اوس یې کورونه کم شوي؛ سل یا یو نیم سل کورونه پاتې دي.»

د مرادخانۍ سیمې اوسېدونکی، علي رضا و ویل: «مرادخاني ورته ځکه وايي، چې علیمردان او مراد خاني وروڼه وو، دا سیمه د دغو دواړو وروڼو په نوم یادیږي.»

۷۵ کلن محمود چې د دې سیمې له پخوانیو اوسېدونکو دی او د خپل ژوند ډېر کلونه یې په دې سیمه کې تېر کړي دي، ددې سیمې په تړاو ډېرې کیسې لري.

د مرادخانۍ اوسېدونکی، محمود د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «په مرادخانۍ کې جوړې شوې کوڅې ډېرې یو بل ته نږدې دي، ځکه دوی د یو بل خپلوان و، یو قوم وو. پخوا چې به د سیمې مشران سهار له خوبه ویښېدل، د خپلو ګاونډیانو چې خپلوان یې و، احوال به یې اخیسته.»

د کابل په مرادخانۍ کوڅه کې د پښګرۍ هټۍ له لسګونو کلونو راهیسې فعالې دي.

پښ ګر، امین الله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «له ښوونځي چې به رخصت شو، هټۍ ته به راغلو او له پلار سره به مو کار کاوه، کابو ۳۵ کاله کیږي چې د مرادخانۍ په دې بازار کې یو.»

د کابل مراد خاني په پخوا وختونو کې یو سوداګریز مرکز او د خوراکي توکو د زیرمه کولو ګودام وو.

دا سيمه د هېواد د نورو لرغونو سيمو په څېر د جګړو پر مهال ډېره زيانمنه شوې او ډېرې برخې يې ويجاړې شوې دي.

خو وروسته بيا د فيروز کوه د کلتوري موسسې له خوا چې يوه غير دولتي موسسه ده، ورغول شوه.

د کابل په دې سیمه کې لا هم په پخوانۍ بڼه رغول شوي خټین کورونه او په ځانګړو نقاشیو جوړې دروازې او کړکۍ شته

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه