د هند پارلمان یوه ۳۰ کسیزه پلاوي د پدماوتي فلم له جوړونکي سنجې لېلا بنسالي غوښتي چې پارلمان ته حاضر شي او د دغه جنجالي فلم په اړه دې هغوی ته توضحات ورکړي.
دغه پلاوي د دغه فلم له چمتوکوونکي او د هند د اطلاعاتو او نشراتو وزارت او د سنانسور له بورډ څخه غوښتي چې پارلمان ته راشي او د دغه ۲۲ مېلیون ډالري فلم په اړه هغوی ته توضیحات ورکړي.
د پارلمان د یوه پلاوي رییس انوراګ ټاکور په دې اړه وویل:«دغه پلاوي له ښاغلي بنسالي او جوشي څخه غوښتي چې پارلمان ته راشي د دغه فلم په اړه خپل لیدلوری څرګند کړي. د دغه پلاوي غړي همدارنګه پرېکړه کړې چې د دغه فلم چمتوکوونکی هم احضار کړي.»
ټاکل شوې ده دغه پلاوی د دغه فلم له چارواکو سره د پنچشنبې په ورځ وویني.
د هند د سینما دوه لوبغاړي پرېش راهول او راج ببر چې د پارلمان غړي دي، د دغه پارلماني پلاوی غړي هم دي چې په دغه فلم پورې اړوند مسایل به وڅېړي.
بل لور د هند د یوه ګوند غړي ویلي دي هغه کس ته به ۷۶۹ زره ډالره ورکړي چې د فلم د اصلي لوبغاړې ديپکا پډوکن، او یا هم د دغه فلم جوړونکي سر پرې کړي.
شاهد کپور، رنبیر سنګ او دپیکا پډوکن د دغه فلم درې اصلي کرکټرونه دي.