افغانستان کې کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر وايي، دمګړۍ ۵۰ سلنه افغانان په بې وزلۍ او فقر کې ژوند کوي.
یاد بنسټ د نړۍوال بانک له قوله ویلي، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره پوره سرچینو ته لاسرسی نه لري.
د دغه بنسټ مسوولین یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې، له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
افغانستان کې کډوالو لپاره ناروې د پلاوي دفتر حقوقي مسوولې، بیکي روبي وویل: « له افغان ولس سره له بېړنیو بشري مرستو سربېره موږ د اوږد مهاله مرستو لپاره پلان جوړوو چې له مخې یې خلک کولی شي د خپلو ستونزو لپاره دایمي حل لارې ومومي.»
له دې سره سم، د خوړ نړۍوال پروګرام هم په یوه راپور کې ويلي چې، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې په افغاستان کې له څه باندې ۷ میلیونه کسانو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکي، میر شکیب میر وویل: « په اوسنیو حالاتو کې هېواد کې د بې کارۍ او فقر کچه لوړه ده، په دغه ډول حالاتو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د افغانانو ته د مرستو رسول په رڼه توګه یې بې وزلو کورنیو ته وېش یو مهم امر دی.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، سید مسعود هم وویل: « دغه مرستې سره له دې چې ډېرې نیمګړتیاوې لري کولای شي د خلکو یو اندازه ستونزې حل او د بې وزلۍ کچه ټیټه کړي.»
اقتصاد وزارت بیا په اوسنیو شرایطو کې د مرستندویانو د فعالیتونو دوام د افغانستان لپاره مهم ګڼي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وویل: « مرستندویه بنسټونه د خپلو مرستو په دوام سره کولای شي له بشري او پراختیایي اړخه د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي او زموږ غوښتنه همدا ده چې ټول نړۍوال مرستندویه بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د خوړو د نړۍوال پروګرام له لوري د خپرو شویو شمېرو لمخې، دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له نا امنۍ سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه