Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مچلغو بند د جوړېدو چارې له اوه کاله ځنډ وروسته پیلېږي

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې یوه روسي شرکت د مچلغو بند د جوړېدو چارې د څه باندې ۲۲ مېلیونه ډالرو په لګښت به پيل کړي.

خو د پکتیا د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه پروژه کې د څو کلونو څنډ ته په پام سره، حکومت باید د دغه بند د جوړېدو له چارو په کلکه څارنه وکړي.

هغوی دغه پروژه د پکتیا ولایت او ګاونډیو ولایتونو د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت د ښه‎والي لپاره ډېر مهم بولي.

د مچلغو بند د جوړېدو چارې اوه کاله مخکې پیل شوې، چې په پکتیا کې د جلګې پر سنید جوړېږي، تېر کال د دغې پروژې تړون له هغې وروسته کله چې تړونوال یې ونه توانېدل چې په ټاکلي وخت یې دا بند جوړ کړي فسخه شو.

خو یو کال وروسته د دغې پروژې چارې یو روسي شرکت ته ورکړې شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې دا ځل د دغې پروژې چارې په جدي توګه څاري.

د اوبو او برېښنا وزارت د اوبيزو پروژو د پلي کولو د څارنې رییس:«دا پروژه د پکتیا ولایت د کښت اوبو د تأمین لپاره ډېر اهمیت لري او موږ هڅه کوو چې د هغه کار ډېر ژر له سره پیل شي.»

پکتیا ولایت کې د مچلغو بند د جوړوېدو چارې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ راهسیې اوه ځلې سروې شوې دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي چې د دغې پروژې مخکینی تړونوال شرکت ۳۰ سلنه بودیجه ترلاسه کړې خو تراوسه يي پنځه سلنه چارې پای ته نه‎دي رسېدلي.

دوی زیاتوي حکومت باید دا ځل دغه پروژه په شرایطو  برابر شرکت ته ورکړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي:«د مچلغو بند پروژه په افغانستان کې له مهمو پروژو څخه ده او دا پروژه د هېواد د سوېل خیځو په ځانګړې توګه د پکتیا د خلکو مهمو اړتیاو څخه دي.»

د هېواد په سوېل ختیځ کې مچلغو یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې د ۲۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په لګښت به ورغول شي.

د دغه بند له اوبو څخه به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه هم خوړوبه شي.

شریک یي کړئ