د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، سید احمد شاه سادت وايي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د هېواد ټول وګړي نوري فایبر له لارې انټرنټي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري.
نوموړی وايي چې اوسمهال د هېواد ۲۵ ولایتوه د نوري فایبر له لارې سره ونښتي دي او د کابل تر پایه به د هېواد ټول ولایتونه دې جال سره یوځای شي.
ښاغلی سادات زیاتوي:"موږ د نوري فایبر پراختیايي پروزې چې ولایتونو ته یې غځوو، وروسته به کور په کور د دې شبکې غځول پیل کړو، تر راتلونکو پنځو کلونو به د هېواد ټول وګړي تر پوښښ لاندې راشي.
له بلې خوا اقتصادي کارپوهان هېواد کې د انټرنټي خدمتونو پراختیا د عامه خدمتونو لپاره مهم بولي او ټنیګار کوي چې حکومت باید دا خدمتونه معیاري کړي.
د پوهنتون استاد، حسیبالله موحد په دې اړه وايي:"د انټرنټي خدمتونو پراختیا په هېواد کې تېر وخت کې د پوهنې په برخه کې د فساد مخنیوي زمنیه برابره کوي او اوسمهال کولی شي چې د آنلاین سوداګرۍ زمینه برابره کړي."
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې د نوري فایبر پراختیا لپاره په درېیو برخو کې کابو ۱۱۵ میلیونه ډالره لګول شوي دي او ټاکل شوې ده چې څلورمې او وروستي پړاو کې چې ۹ ولایتونو کې به ترسره شي کابو ۵۰ میلیونه نورې د ۲۰۱۸ زیږدیز کاله پورې ولګول شي.