Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې د شري ناروغۍ د ۲۹ ماشومانو ژوند اخیستی

له ماشومانو د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسف وايي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د شري پر ناروغۍ اخته ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ څه باندې ۷ زره مشکوکې پېښې او همداراز د دغې ناروغۍ له امله د ۲۹ ماشومانو مړینه ثبت شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي:«د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له اتلسمې تر څلوروېشتمې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۱۱۹۰ مشکوکې پېښې او همداراز د دغې ناروغۍ له امله د پنځو ماشومانو مړینه ثبت شوې ده. د ۲۰۲۴ کال له پېل راهیسې، په ټوله کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۷۱۷۹ مشکوکې پېښې او همداراز د دغې ناروغۍ له امله د ۲۹ ماشومان مړینه ثبت شوې ده.»

ورته مهال اووه میاشتنی عباس چې د درملنې په موخه له بلخ ولایته کابل ته راوستل شوی مور یې وايي، زوی یې پر شري ناروغۍ اخته شوی او د اندراګاندي په روغتون کې بستر دی.

د ناروغ ماشوم مور رقیه وايي:«دوه ورځې کېږي چې شری یې ایستلی، ډېر ناارامي لري، له دې مخکې یې یوازې د شپې تبه لرله او شری یې نه ښکارېده.»

په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولان هم وايي چې، په دې وروستیو کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د اندراګاندي روغتون د داخله څانګې مسوول محمد عارف حسن‌زی طلوع‌نیوز ته وايي:«په همدغې اوونۍ کې موږ کابو کابو ۲۴ ناروان په ساري څانګه کې چې د شري ناروغانو د بستر ځای دی، لرل چې له نېکه مرغه ځينې روغ شول او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.»

ډاکټر رفیع‌الله هم څرګندوي:«شری واکسین لري؛ موږ کولای شو چې خپل ماشومان واکسین کړو او دا واکسین کولای شي چې په دایمي توګه د شري مخنیوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د ساه لنډۍ او نورو ورته ناروغیو په تړاو په ډاګه کړې چې،  په ۲۰۲۴ کال کې به د ۱۲ اعشاریه ۴ مېلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳ اعشاریه ۴ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه