Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوره نوښتونو د ملي نندارتون پرانیسته

د غوره نوښتونو ملي نندارتون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې له لوري د اسلامي امارت د یو شمېر چاروکو په شتون په کابل کې ترسره شو، چې د هېواد له بېلابېلو برخو د زده‌کړیالانو او صنعتکارانو نوښتونه په کې نندارې ته وړاندې شول.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې رییس وایي چې دغې ادارې د کانونو، وسپنې پټلۍ، هوټل چلونې او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د مسلکي کارکوونکو د روزنې په برخو کې ډېرې هڅې کړې دي.

د تخینکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس غلام حیدر شهامت وویل:«سره له دې چې په افغانستان کې زده‌کړیالان بې وزله دي، موږ د هېواد د انسټېټیوټونو او ښوونیزو مرکزونو تر منځ یوه ډېره ښه سیالۍ ترسره کړو چې پایله یې نن د افغانستان د غوره نوښتونو ملي نندارتون دی.»

د چارو ادارې رییس، انور الحق انور هم زیاته کړه:«نوښتونه او خلاقیت استعدادونو ته اړتیا لري او په افغانستان کې خدای ورکړي استعدادونه هم شته دي. او کله چې زموږ د استعدادونو لپاره چاپېریال او شرایط برابر وي، موږ به نه یوازې له نورو هېوادونو او ګاونډیانو سره کوم توپیر ونه‌لرو، بلکې په ځینو مواردو کې به له هغوی څخه مخکې هم اوسو.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ځينې نور چارواکي هم وایي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د ځوانانو د استعدادونو د غوړېدو لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګنده کړه:«موږ یو ځل بیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته ډاډ ورکوو چې ستاسو فارغ شوي زده‌کړیالان د زده‌کړو د دوام لپاره د پوهنتونونو په اړوندو پوهنځیو کې ځای پر ځای کوو.»

د کور او ښارجوړونې چارو وزارت سرپرست حمد الله نعماني په دې اړه وايي:«د یو مسلک او یو هنر د زده‌کولو تر څنګ باید هڅه وشي تر څو زده‌کړیالان داسې وروزل شي چې افکارو کې یې د بشریت خدمت واوسي.»

د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني هم په دې تړاو زیاته کړه:«نن ډېر ښه فرصتونه لرو چې څنګه هېواد اباد کړو، او څرنګه خپل ځوان نسل وروزو.»

بل خوا، د غوره نوښتونو د ملي نندارتون یو ګډونوال د راروان ژمي لپاره یې داسې بخارۍ جوړه کړې چې له سوځېدلو موبلاینو په‌کې کار اخیستل کېږي وایي په خپل دغه نوښت سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې د مسوولانو له لوري هڅول شوی دی.

بخارۍ جوړونکي ګل رحیم د خپل نوښت په اړه وویل:«په دغه بخارۍ کې له سوځېدلو مبلاینو څخه کار اخیستل کېږي. له دغې بخارۍ څخه هم د کور د تودولو او هم د پخلي لپاره کار اخیستل کطږي. له یو لېټر مبلاینو سره له څلورو تر شپږ ساعتونو دوام کوي.»

د دغه نندارتون په لومړۍ ورځ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، له کور جوړنې او ښارجوړونې وزارت، مالیې وزارت، د کسبګرو له ټولنې او ځينو نورو خصوصي بنسټونو سره بېلابېل هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه