Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد ویلچر باسکټبال لوبډلې  چین ټاپیه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په پارا اسیایي لوبو کې په خپله وروستۍ سیالۍ کې چین ټاپیه ته ماتې ورکړه.

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې مسوولین وایي چې افغان لوبغاړي د چین په اسیایي لوبو کې په شپږمه سیالۍ کې نن د چین ټاپیه پر وړاندې ډګر ته ښکته شوه، چې په پایله کې یې د ۵۷ پر ۵۵ توپیر سره دغه لوبډله ماته کړه.

د دغې بریا سره په اسیایي لوبو کې د هېواد د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې دوه همه بریا خپله کړه.

د هېواد د باسکټبال ملي لوبډله د چین په پارا اسیایي لوبو کې، په شپږ لوبو کې د دوه بریاوو او څلورو ماتو وروسته، د مډال ترلاسه کولو پرته له دغو لوبو بهر شوه.

د هېواد یو شمېر نور معلولو لوبغاړو هم د پارتکواندو او وزن پورته کولو په برخو کې، په دغو لوبو کې ګډون کړی خو تر اوسه یی کوم مډال ندی ترلاسه کړی.

د چین پارا اسیایي لوبې د هانګژو ښار په کوربتوب ترسره کیږي چې د هېواد ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه