اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د خان یونس ښار اوسېدونکو ته ګواښ کړی چې دغه سیمه دې ژر تر ژره پرېږدي.
د اسراییل د لومړي وزیر سلاکار مارک رګو په دې هکله ویلي:«موږ له خلکو غواړو چې د جګړې له لومړۍ کرښو ووځي، پوهېږو چې اسانه کار نهدی؛ خو نهغواړو په متقابلو ډزو کې ولسي وګړي ولګېږي.»
اسراییل له دې مخکې هم د غزې تړانګې د نیمايي شمالي د تخلیې حکم صادر کړی و، چې د هغه په پایله کې د غزې دوه پر درېیمه برخه فلسطیني نفوس بې کوره شول او ډېری د دایمي بېسرپناهۍ وېره لري.
نن له غرمې «شنبې، د لړم ۲۷مه» له غرمې مخکې د الحزیزې خبري شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي چارواکو په غزه کې د الشفا روغتون چارواکو ته یو ساعته فرصت ورکړی چې دغه روغتون پرېږدي.
د دغې خبري شبکې خبریال د دغه روغتون د ډاکټرانو پر حواله وايي چې په یوه ساعت کې د دغه روغتون د تخلیې امکان نشته.
په دې اړه مو اندونه