د پاکستان پولیسو نن ګهیځ (شنبې د لیندۍ په ۴ مه) د اسلام اباد – راولپنډۍ لویې لارې د «فیض اباد» په سیمه کې د دولت پر ضد لاریون کوونکو د پاشلو په منظور عملیات په لاره واچول، خو دغه عملیات په تاوتریخوالي واوښتل.
معترضانو له کاڼو او لرګیو سره د پولیسو مقابله وکړه او پولیسو هم د هغوی د خورولو لپاره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.
په همدې حال کې، د دغو لاریون کوونکو پر وړاندې د عملیاتو له پیل څخه مخکې، د هغوی پلویان د پاکستان په نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل.
یوې اسلام پالې ډلې پورې تړلو لاریون کوونکو، له ۲۰ ورځو راهیسې د اسلام اباد – راولپنډۍ لویه لاره تړلې وه او مقدساتو ته د سپکاوي په تور د دغه هېواد د عدلیې وزیر د ګوښه کېدو غوښتونکي وو.
لاریون کوونکو د لارې د پرانیستو لپاره د اسلام اباد د سترې محکمې ګواښ ته پاملرنه ونه کړه او پولیسو هم له رابړي او اوښکې بهږونکي ګولیو سره هڅه وکړه چې دغه معترضان خواره کړي.
د اسلام اباد اوسېدونکی غلام ګیاني وايي:«موږ مسلمانان د خپل پیغمبرانو د سپېچلتیا په اړه متحد یوو. ټول مسلمان وروڼه سره متحد یوو موږ له لاریون کوونکو څخه ملاتړ کوو.»
خو د سیمې اوسېدونکي د حکومت له دغې کړنې ملاتړ کوي.
محمد جواد د سیمې اوسېدونکی:«د حکومت دا کړنه ښه ده چې د دغو لاریون کوونکو په وړاندې عملیات وکړي.لږ تر لږه لارې به پرانیستل شي. د سیمې اوسېدونکي ډېر ستونزې لري.»
دغه لاریون کوونکي د پاکستان د عدلیه وزیر د ګوښه کېدو غوښتونکي دي او وايي چې د پارلمان غړو د لوړې د یوې برخې حذفول مقدساتو ته سپکاوی دی؛ خو د پاکستان حکومت د دغې برخې حذفول د روحانیونو تېروتنه بولي.