د ګرځندویۍ د نړیوالۍ ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور او ښځو چارو وزارتونو په کابل کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.
دغه نندارتون چې د کابل په تیمورشاهي بڼ کې جوړ شوی وه د ښځو بېلابېل لاسي جوړ شوي توکي نندارې ته کېښودل شول.
د لاسي صنایعو دغه نندارتون د ګرځندوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی دی.
زدهکړیال خیبر په دې اړه وايي:«د یوې ګوتمۍ لپاره راغلی یم خو تراوسه نه یم توانېدلی چې د خوښې هغه مې پیدا کړم.»
حنیفه فاطمې چې ګاڼې او په لاس جوړ شوي کمیسونه او پوړني یې نندارې ته وړاندې کړي وايي له لسو کلونو راهیسې له ټول هېواده د مېرمنو لاسي صنایع راغونډوي او پلوري یې.
د لاسي جوړ شویو توکو پلورونکې حنیفه فاطمه وايي:«د هغو ښځو لاسي جوړ شوي توکي مې هم راوړي دي چې د غزني چي مېرمنو په کابل کې جوړ شوي دي. افغان مېرمنې په لاسي کنډولو کې ځانګړی مهارت لري.»
د فیروزکوه د زرګرانو لخوا جوړې شوې ګاڼې هم په دغه یوه ورځني نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي.
دغه پلورونکي وايي د لاسي صنایعو ډېری پيرودونکي یې بهرنیان دي.
بله پلورونکې انیسه سادات څرګنده کړه:«کهچېرې کورني نندارتونونه د ډېرې مودې لپاره جوړ شي لږ تر لږه د هېواد وګړي د افغان مېرمنو له لاسي جوړ شویو توکو سره اشنا کېږي،ترڅو دغه اشنايي لېوالتیا هم زیاته کړي او د پېرودونکي زیات شي.»
د اطلاعاتوا و کلتور وزارت د کرځنډویۍ ریاست سرپرست مرتضا عزیز په ډاګه کړه:«دغه نندارتون له څو بنسټونو سره په همغږۍ کې جوړ شوی دی.»
په افغانستان کې لاسي صنایع تر ډېره د کلیوالو مېرمنو لخوا جوړېږي او د ننه په هېواد او بهر کې د کورنیو او بهرنیو ادارو په همغږۍ یې پلوري خو د دغو ټولو توکو لپاره د پلور زمینه برابره نه ده.