د هلمند ولایت اطلاعات او کلتور ریاست چارواکي وایي په دې ولایت کې له ۸۰ تاریخي کلاو له ډلې ۴۰ یې د وسلهوالو طالبانو تر والکې لاندې سیمو کې دي چې د ساتنې په موخه یې هېڅ پام نه کېږي.
په همدې حال کې د هلمند ولایت اوسیدونکي هم حکومت لرغونو سیمو ته پر نه پاملرنې تورنوي.
دغه ارزښت لرونکي لرغونې کلا شپیته کلن سپین ږیری ساتونکی لري چي څلویښت کاله عمر يې دلته تېر کړی دی.
د بست کلا ساتونکی، عبدالغني وايي:«د بست کلا زموږ فرهنګي میراث دی، او موږ يې باید په ګډه ساتنه وکړو. پر بست کلا د افغانستان تاریخ ژوندی دی.»
یوازې هلمندي ځوانان د جمعې پر ورځ دې لرغونې سیمو څخه لیدنه کوي.
د بست کلا یو سیلانی، سمیعالله څرګندوي:«موږ چي څه وکتل دلته هر څه ویجاړیدو په حال کي دي، او که چیري پاملرنه ورته ونشي کیدای سي دا تاریخي کلا په مکمل ډول له منځه ولاړه سي.»
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست کار کوونکي وايي د بست کلا د بیارغولو لپاره هیڅ ډول هڅه نده شوې او د یادې کلا ډیری برخې هم د زورواکو له لوري غضب شوې دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکی، عبدالله ظهیرزیاتوي:«د دې کلا شاوخوا سیمې ټوله تاریخي عابدې دي، خو اوس ډیری برخې يې غضب او ویجاړې شوې دي.»
خو بست کلا یوازینۍ لرغونې سیمه نه ده چی د وجاړېدو له ګواښ سره مخامخ ده، ترڅنګ یې ۵۰ سلنه لرغونې سیمې د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فریداحمد فرهنګ وايي:«د هلمند د مرکز تر څنګ په ډیرو سیمو او ولسوالیو کې اتیا لرغونې سیمې او کلاګانې لرو چي موږ هڅه کړې تر څو د ویجاړۍ مخه يي ونیسو.»
کیدی شي د هلمند جګړي ذهنونه دومره مصروف ساتلي وي چی تاریخي سیمي یی هیري کړي وي، خو لدي څخه بي خبره دي چي د تاریخي سیمو هیرول د هلمند د تاریخ هیرول دي.
د بست کلا په هلمند کې لرغونې مهمه سیمه ده او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وینا چې د یادې کلا شاوخوا درې زره جریبه ځمکه غضب شوې ده.
یاده کلا د تاریخ په اږدو کې د سختو ورځو شاهده پاتې شوې ده، له علاوالدین غوري څخه پیل تر چنګیزخان، تیمور، نادرافشار، او بیلابیلو پادشاهانو پردې کلا تېری کړی دی، خو دا کلا اوس هم د منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.