Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریال؛ احسان‌الله اکبري له ۷ ورځني بند وروسته ازاد شو

د یوې جاپانۍ رسنۍ خبریال احسان الله اکبري تر اوو ورځو بند وروسته د اسلامي امارت له بنده خوشې شو.

احسان الله اکبري یوه اونۍ مخکې په کابل کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و.

هغه چې اوس اوس د اسلامي امارت ځواکونو له بنده ازاد شوی ټینګار کوي چې د نیونې پر مهال ورسره هیڅ ډول ناقانونه چلن نه دی شوی.

ازاد شوي خبریال احسان الله اکبري و ویل: «زه نه یم ربړولی، له ټولو هغو بنسټونو مننه کوم چې زما په ازادولو کې یې هڅې کړي دي.»

د احسان الله اکبري پلار «زه ډېر په اندېښنه کې وم، په کور کې یې هم راته و ویل او بل سړی هم راغی او راته یې و ویل چې اندېښنه مه کوه بېرته ازادیږي، زه خوښ وم چې انشا الله حق به نه تر پښو لاندې کیږي.»

د رسنیو د سرغړونې کمیټې ځینې غړي بیا وايي، دغه خبریال د دوی په هڅو را خوشې شوی او هڅه کوي چې نور خبریالان هم له بنده ازاد کړي.

د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمیټې غړی حفیظ الله بارکزی په دې اړه وایي: « موږ خپله هڅه وکړه، د ټولنیز او نورو رسنیو له لارې مو خپل پیغام ورساوه، موږ بیا هم هڅه کوو چې پاتې بندیان هم ازاد شي.»

له دې سره سم، د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، تر څو چې د اسلامي امارت له لوري د رسنیو قانون توشیح نه شي، رسنیزې سرغړونې به دوام وکړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې رییس حجت الله مجددي طلوع نیور ته و ویل: «کله چې قانون وروستی کیږي او توشیح کیږي او ټولې رسنۍ پرې متکي کیږي، ټولې قضیې باید د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې حل شي.»

تر دې مخکې، ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د رسنیو قانون چمتو شوی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت رهبر ته هم استول شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه