Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیان له تاریخي او تفریحي سیمو د نږدې ۵۰ زره کورنیو سیلانیانو لیدنه

د بامیان سیمه‌ییز مسوولان وایي، د اختر په څلورو ورځو کې نږدې پنځوس زره کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د بند امیر پارک او د دې ولایت نورو تفریحي او لرغونو سیمو د لوی اختر په ورځو کې د زرګونه کورنیو سیلانیانو پام ځان ته وراړولی و.

سیف‌الرحمن محمدي وايي: «د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر څلورمې پورې نږدې ۵۰ زرو کورنیو سیلانیانو یا هېوادوالو له بامیان ولایت څخه لیدنه کړې ده.»

یو شمېر سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو د تفریح په موخه بامیان ته ورغلي، وایي، ډاډمن امنیت او د ګرمۍ موسم د دې لامل شوي چې د اختر په رخصتیو کې د دې ولایت له تفریحي او لرغونو سیمو لیدنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی صفت‌الله وايي: «ټول هېوادوال هیله لري چې یو ځل د بند امیر پارک ته راشي، ځکه مناسبه او ښه هوا لري.»

د زابل اوسېدونکی محبوب وايي: «د بند امیر شاوخوا چې کومې غونډۍ دي، پر دې باید ګلونه او ښایته ونې کېنول شي، څو د دې سیمې ښکلا لا ډېره شي.»

د پکتیا اوسېدونکی حمیدالله زیاتوي: «امنیت هم ښه دی، ډېر خوندور ځای دی او د چکر لپاره هم ډېر ښه ځای دی.»

یو شمېر نور سیلانیان وايي، لا هم د سیلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوې او غوښتنه کوي چې دې برخې ته جدي پام وشي.

د سمنګان اوسېدونکی محمد عوض وايي: «د ښارونو پرتله د توکو بیه لوړه ده او تر اوسه معیاري ځایونه او هوټلونه نه‌دي جوړ شوي او ځینې ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري.»

د کابل اوسېدونکی مصطفی زیاتوي: «په بند امیر کې چې ځینې ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه چارې تر سره کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

بند امیر پارک په ۴۱ زره هکتاره ځمکې مساحت سره، د ۱۳۸۸ کال په لومړیو کې د افغانستان د لومړي ملي پارک په توګه وپېژندل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه