Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیاني ماشومان له ګڼو ناروغیو رنځيږي

د بامیان ولایتي روغتون کې ډاکټران وایي په بېلابېلو ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دغه ډاکټران وایي، هره ورځ په شري او سینه و بغل ناروغۍ لسګونه اخته ماشومان د درملنې په موخه دغه روغتون ته ور وړل کیږي.

د ډاکټرانو په خبره، اوس مهال په دغه روغتون کې څه باندې سل ماشومان بستر دي خو د بسترونو د کمښت له امله، د ډیر شمېر ناروغانو د بستر کولو وړتیا نه لري.

د بامیان ولایتي روغتون سرطبیب، خیرالله احمدي په دې اړه وویل: « تر سلو زیات ناروغان لرو چې د سینه و بغل او شري ناروغي لري، او یو بله پېښه لرو چې په نویوی زېږېدلو ماشومانو کې د ټیټانوس کچه هم زیاته شوې.»

داکټر، عبیدالله صدیقي هم وویل: « که کورنۍ خپل ماشومان په منظمه توګه واکسین کړي، طبیعي ده چې له بکټریا څخه رامنځته شوې ناروغۍ او ویروسي ناروغۍ کمیږي.»

پر وخت د واکسین نه پلي کېدو سربېره، د هوا سړښت هم د دغو ناروغیو اصلي لاملونه بلل کیږي.

اخوا، یو شمېر کورنیو چې خپل ماشومان یې د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته رالېږدولي، وایي د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

د بامیان اوسېدونکې، شفیقه وایي: « درمل ورته اخلم خو له هغې ورځې چې راغلې یم پیسې مې خلاصې شوې او درمل هم له بهره راته راوړي.»

د سرپل اوسېدونکې، معصومې هم وویل: « زوی مې پنځه ورځې په کور کې سینه او بغل و، یوه ورځ مو ګاونډي روغتون ته راوړ حال یې ښه نشو، بیا مې دوهم ځل د درملنې لپاره راوړ.»

د بامیان ولایتي روغتون مسوولینو د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت سربېره د میدان وردګو، پروان، بغلان، سرپل او ډایکندي ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه کوي.

بامیاني ماشومان له ګڼو ناروغیو رنځيږي

یو شمېر کورنۍ، وایي د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

تصویر بندانگشتی

د بامیان ولایتي روغتون کې ډاکټران وایي په بېلابېلو ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دغه ډاکټران وایي، هره ورځ په شري او سینه و بغل ناروغۍ لسګونه اخته ماشومان د درملنې په موخه دغه روغتون ته ور وړل کیږي.

د ډاکټرانو په خبره، اوس مهال په دغه روغتون کې څه باندې سل ماشومان بستر دي خو د بسترونو د کمښت له امله، د ډیر شمېر ناروغانو د بستر کولو وړتیا نه لري.

د بامیان ولایتي روغتون سرطبیب، خیرالله احمدي په دې اړه وویل: « تر سلو زیات ناروغان لرو چې د سینه و بغل او شري ناروغي لري، او یو بله پېښه لرو چې په نویوی زېږېدلو ماشومانو کې د ټیټانوس کچه هم زیاته شوې.»

داکټر، عبیدالله صدیقي هم وویل: « که کورنۍ خپل ماشومان په منظمه توګه واکسین کړي، طبیعي ده چې له بکټریا څخه رامنځته شوې ناروغۍ او ویروسي ناروغۍ کمیږي.»

پر وخت د واکسین نه پلي کېدو سربېره، د هوا سړښت هم د دغو ناروغیو اصلي لاملونه بلل کیږي.

اخوا، یو شمېر کورنیو چې خپل ماشومان یې د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته رالېږدولي، وایي د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

د بامیان اوسېدونکې، شفیقه وایي: « درمل ورته اخلم خو له هغې ورځې چې راغلې یم پیسې مې خلاصې شوې او درمل هم له بهره راته راوړي.»

د سرپل اوسېدونکې، معصومې هم وویل: « زوی مې پنځه ورځې په کور کې سینه او بغل و، یوه ورځ مو ګاونډي روغتون ته راوړ حال یې ښه نشو، بیا مې دوهم ځل د درملنې لپاره راوړ.»

د بامیان ولایتي روغتون مسوولینو د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت سربېره د میدان وردګو، پروان، بغلان، سرپل او ډایکندي ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه