Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور ښځي تراوسه هم له تاوتریخوالي سره مخ دي

د غور ولایت د ښځو چارو رییسې د پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په تېر یوه کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۸ پېښې ثبت شوې دي چې د هغه له ډلې ۴۱ پېښې ډېرې تاوتریخجنې وې.

د غور د ښځو چارو رییسه معصومه انوري ټینګار کوي چې د پولیسو د بې‎کفایتونو له امله تراوسه د دغو تاوتریخوالو ۵ دوسیې څېړل شوې نه دي.

دغو ټولو تاوتریخوالو د څېړلو لپاره د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون یو پلاوی غور ولایت ته تللی دی.

مېرمن انوري وویل:«له ۴۱ دوسیو څخه تراوسه ۵ دوسیې نه دي څېړل شوي،بې کفایتي په پولیسو کې ده.»

په ولسي جرګه کې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون رییسه فوزیه کوفي په دغې غونډه کې وايي:«دلته مدافع وکیل نشته یو روڼ عدلي او قضايي سیستم نه‎شته او دغه ټول د دې لامل کېږي چې ښځې له کوچنیو جرمونو سره،۱۴ ،۱۳ کاله سزا وویني.»

دغه پلاوی د رخشانې له کورنۍ څخه لیدنه کوي، د نوموړې پلار د خپلې لور د وژلو د دوسیو د څېړلو له څرنګوالي ناخوښ دی.

د رخشانې پلار عبدالکریم وویل:«موږ ته هېڅ پت نه دی پاتې که‎چېرې ایمان پاتې وي خو ښه،خو پت او عزت موږ ته نه دی پاتې.له هغې وړانډې زموږ لور واده نه وه کړی خو کوژده یې کړې وه،کله چې سنګسار شوه هرڅه همغه سې پاتې شول.»

د غور والي په نوموړي ولایت کې د تاوتریخوالي لاملونه ټولنیزې ناخوالې او واکمن دودونه بولي او د سیمه‎يیزې ادارې نیمګړتیاوې مني.

د غور والي محمد ناصر په ډاګه کړه:«تاسې له یوې بې وزلې له یوې وزګارې او له یوې ټولنې څخه چې یو کس حاضر دی خپله یوه درې میاشتنۍ لور په نکاح ورکړي د دې لپاره چې د خپل د بل اولاد نس موړ کړي.تاسې له داشان ټولنې څخه تمه لرئ چې تاوتریخوالی په کې نه وي او دا د خلکو او حکومت برائت هم نه دی.»

د کورنیو لخوا له لومړنیو زده کړو وروسته د نجونو د لیک لوست مخنیوی هغه بله ستونزه ده چې د دې ولایت د پوهنې رییس ورته اشاره کوي.

د غور ولایت د پوهنې ریییس صبغت الله اکبري هم وايي:«د پوهنې وزارت ښوونځي جوړ کړی او درې کاله کېږي چې بست یې نه دی ورکړی.ښوونځي تر شپږم ټولګي پاتې دی.لایحه هم همدارنګه وايي چې د شپږم ټولګي ښوونځي هغه وخت متوسطه کېږي چې لږ تر لږه نه بسته ښوونکي او دوه بسته اجیر ولري،له بده مرغه زموږ ډېری ښوونځي شپږ ټولګي لرونکي دي.»

د حیرانتیا وړ ده په دې ولایت کې یوه ښځینه ډاکتره چې د ښځینه ناروغيو متخصصه ده فعالیت لري.

د غور ولایت د عامې روغتیا رییس ګل جمعه یعقوبي وویل:«موږ یو ډول احساس کوو چې مرکزي حکومت د غور په اړه یو ډول لږه لېوالتیا لري په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې.کوم امتیاز مو نه دی لیدلی چې پاملرنه ورته وشي او موږ اضافه پرسونل وګمارو او هغوی ته امتیازي معاش ورکړل شي.»

له بلخوا د غور ولایت استازي په دې باور دي چې مصلحتونه پر قانون واکمن دي او همداراز زورواکي د مجرمینو په خوشي کولو کې لاس لري.

شریک یي کړئ