بالاخره له یوې اوونۍ وروسته د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو ځانونه د بمونو د مور غورځول شوي سیمې ته رسولي دي.
دغه ځواکونه وايي چې په سمڅو کې د داعشیانو د شتون د پاکونې عملیات پل شوي دي او د دغو عملیاتو پایلې به ډېر ژر له هېوادوالو سره شریکې کړي.
په همدې حال کې د طلوع نیوز خبریالان کریم امنیي او عبدالحق عمري چې له دغو ځواکنو سره د غورځول شوي بم سیمې ته تللي دي وايي چې دغه بم ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړې دي.
زموږ خبریالان همدارنګه توانېدلي له هغو سمڅو څخه چې داعشیانو د پټنځایونو په توګه ورڅخه کار اخیسته لیدنه وکړي.