Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داعش ډله په ختیځ کې خپل فعالیتونه له ننګرهاره اداره کوي

د اچین ولسوال وايي چې داعش ډله د هېواد په ختیځ کې تراوسه هم خپل فعالیتونه له دغې ولسوالۍ څخه اداره کوي او دغه ډله د اچین په ولسوالۍ کې پوځي اډې،روزنیز مرکزونه،بند خونې، او محکمې لري.

د اچین ولسوال عیسي خان ځواک وویل:«موږ د تعرض په حال کې یوو،موږ ډېر ګواښ نه احساس کوو،خو کابو د هغوی اتیا سلنه یې بهرني وګړي دي.»

په اچین کې د جګړې واقعیت دا دی چې له داعش څخه نړیوال ملاتړ د دغې ډلې د حضور د دوام لامل شوی دی.

د سیمه‎ييزو پولیسو قومندان عبدالصمد وویل:«هغوی زموږ په سل مټرۍ کې دي.»

د طلوع نیوز خبریالانو چې دغې ولسوالۍ ته تللي دي له یو کس سره یې مرکه کړې چې داعشیانو دهغه د ورور سر یې پرې کړی دی.

اچین په دې ورځو کې د هېواد په ختیځ کې د داعشیانو لپاره په مناسب بستر بدل شوی دی.

۱۲ ورځې وړاندې داعشیانو د هغه د ورور سر پرې او اوس د هغه د پنځو اولادونو مسؤولیت په غاړه لري.

زیانمن محمد امین وویل:«زما له کورنۍ څخه یو تن شهید شوی.له دې وړاندې زموږ د کورنۍ ځينې غړي د داعشیانو له خوا شهیدان شوي دي.»

خو د دغو ټولو نهلیو په اوج کې،د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي خپل راتلونکي ته هیله من دي،له دغې ډلې زده کوونکی طارق غواړي چې ډاکټر شي او کړای شي چې د دردونو درملنه وکړي.

زده کوونکي طارق وویل:«جګړه پای ته ورسېږي،سوله غواړو موږ هیله لرو چې د اچین په ولسوالۍ کې ارامي راشي ځکه که‎چېرې امنیت نه وی هېڅکله زموږ ښوونځی پرمختګ نه کوي.»

شریک یي کړئ