Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي ځواکونه: اچین کې مو د داعش ډلې مورچلې له منځه یوړې

د هېواد په ختیځ ننګرهار کې دولتي ځواکونهه وايي چې له پنځو کلونو وروسته وتوانېدو چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پلازمېنه له منځه یوسو.

د دغو ځواکونو په وینا، په دغې ولسوالۍ کې د داعش ډلې په ځپلو کې د ولسي پاڅون کوونکو ونډه ډاګیزه وه.

د طلوع نیوز خبریال ګلاب الدین غبار چې د دغه رپوټ د چمتو کولو لپاره اچین ته تللی، وايي چې په اچین کې د باندر دره د داعش ډلې د ظهور اصلي ځای دی او اوس دغه سیمه په بشپړه توګه د داعش له شتونه پاکه شوې ده.

خو د دغې درې ځینو اوسېدونکو غبار ته ویلي چې داعش ډلې د پنځه کلن حضور په لړ کې په دغې سیمه کې د خلکو کورونه ویجاړ کړي واټونو او سړکونو کې یې ماینونه خښ کړي دي. 

له دې ډلې د داعش ډلې جنګیالیو، د باندر په دره کې روغتیايي مرکز ویجاړ کړی دی.

د باندر درې یو اوسېدونکی سراج په دې اړه وايي:«کور مې ویجاړ شوی. سړکونه ویجاړ شوي، ښوونځي ویجاړ شوي دي.»

رخصت هغه ځوان دی چې وايي د داعش جنګیالیو ظلم اړ کړ څو وسله پورته کړي او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ، له دغو جنګیالیو سره وجنګېږي.

هغه وايي چې څه باندې لس ورځې له خپل ورور سره په باندر دره کې له داعش ډلې سره اسیر و.

رخصت زیاتوي هغه لیدلي چې داعش ډلې په دغې سیمه کې د چا سرونه پرې کړي دي:«په دغه کلي کې مې ډېر ظلمونه ولیدل، پر ما ډېر ظلمونه وشول.»

ورته مهال، افغان هوايي ځواکونو، د دغې ډلې د ماین جوړولو یوه کارخونه هم ویجاړه کړې ده. دا کارخونه د باندر درې په څو کورونو کې وه، ګلاب الدین غبار وايي چې دغه کورونه د سمڅو په واسطه له یو بل سره نښلو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو موده مخکې، ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې داعش په ختیځ کې ماته خوړلې، خو د هېواد په ځينو برخو کې لاهم فعال دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«داعش د افغانستان په ختیځ کې ځپل شوی. زموږ ځواکونو په ختیځ کې ډېر عملیات ترسره کړل. په ختیځ کې د هغوی اصلي مرکزونه له منځه تللي دي. هغه کسان چې تسلیم شوي د هېواد د قانون په رڼا کې به ورسره چلند وشي. خو لاهم شونې ده چې د هېواد په ځينو برخو کې فعالیت ولري، خو امنیتي ځواکونه د هغوی پر ځپلو بوخت دي.»

په تېرې یوې اوونۍ کې، په ننګرهار کې کابو ۸۰۰ د داعش ډلې غړي حکومت ته تسلیم شوي. یو له دغو تسلیم شویو څخه الرحمان دی.

هغه وايي، دوه کاله مخکې کله چې دولس کلن و، د داعش ډلې غړی شو:«له دغې ډلې وتل ډېر ستونزمن و، ځینې هغه کسان چې هلته وو، ووتل او موږ هم ووتلو.»

د داعش بل تسلیم شوی غړی سید ذکي هم څرګنده کړه:«ځانګړې مدرسه مو لرله او خپل ځانګړي کتابونه یې لرل؛ او همدارنګه ځانګړې عقیده او باور هم لري.»

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې داعش ډلې ماته خوړلې. د ننګرهار یو امنیتي چارواکی وايي چې د دغې ډلې ډېری بهرني غړي پاکستاني وګړي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې اړه وايي:«په دوه سیمو کې د داعش غړي حضور لري، خو شمېر یې کم دی. هلته مقاومت نه شي کولای؛ ځکه چې د هغوی اکمالاتي لار پر اورکزای باندې پای ته رسېدلې چې د فرضي کرښې هغې غاړې ته ده.»

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د باندر دره، له پنځو کلونو وروسته د داعش ډلې د جنګیالیو له حضوره پاکه شوه.

شریک یي کړئ