Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریوالیو په اړه اندېښنې

د هلمند ولایت د ښځو چارو فعلانې د ښځو پروړاندي تاوتریخوالی، او په ځانګړي توګه په ولسوالیو کې د ښځو حالت د اندیښني وړ بولي او اړوندي ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه ګرموي.

د دوی په خبره دمګړي  د لښکرګاه تر څنګ د هلمند د ډېرو ولسوالیو ښځې د هر ډول حقوقو څخه بي برخي دي، او د ښځو چارو اړوندو ادارو هم د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي په راکمولو کي د پام وړ کار ندی تر سره کړی.

په هلمند کې د ښځو د عدالت غوښتنې بنسټ مسوؤله وايي:"په هلمند کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه نده ټیټه سوي ، بلکي د نا امنیو له امله دا کچه لوړه سوي ده ، ځکه دلته ډيری ښځی د ښځو چارو اړوندو ادارو ته لاس رسی نه لري."

بل لوري په هلمند د بشری حقونو سیمه‎ييزه اداره وايي په هلمند کي ښځې په ډېر بد حالت کي ژوند کوي ،او تر دي دمه د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي مخنیوی هم ندی سوی.

په هلمند کې د بشري حقونو ادارې مسوؤله، فاطمه عابدي څرګندوي:"په هلمند کي د ښځو وضعیت ډر د اندیښني وړ دی، ځکه هغه ظلمونه او تاوتریخوالی چي په هلمند کي پر ښځو کیږي هیڅ مخنیوي يي ندی شوي."

خو د هلمند د ښځو چارو ریاست مسولینې وايي په تېر زیږدیز کال کې په بدو کې د ښځو ورکولو، د کورنیو له لوري د ښځو سره د زورزیاتي په اړه يي ۵۰ پيښي ثبت کړي دي.

د هلمند ولایت د ښځو چارو ورئیسه، جمیله نیازۍ وايي:"دغه ولسوالی چي نا امنه دي هلته د ښځو وضیعت د اندیښني وړ دي او د ښځو چارو اړوند ادارو سره اړیکه نه لري، خو هغه کورنی او ښځي چي لښکرګاه ته را کډه سوي دی د هغو ښځو ستونزي يي تر ډيره بریده حل کړي دي."

هلمند د هيواد د هغو ولایتونو له ډلې دی چي د نورو ولایتونو په پرتله په یاد ولایت کي هم ښځي د خپلو بشپړو حقونو څخه بې‎برخې دي.

شریک یي کړئ