Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کنړ د ترهګرو په منګولو کې؛ والي وايي ۱۵ ترهګرې ډلې فعالیت لري

د کنړ والي وحیدالله کلیمزي نن سې‎شنبې(د کب په ۲۴ مه)وویل چې د داعش او القاعدې ترهګرۍ ډلې په ګډون په دغه ولایت کې دم‎ګړۍ ۱۵ ترهګرۍ ډلې فعالیت کوي.

ښاغلی کلیمزی په دغه ولایت کې د جګړې په موسم کې د داعش ډلې سمبالېدل ډېر د اندېښمنې وړ اعلان وي.

د کنړ والي وحیدالله کلیمزي وویل:«په ټوله کې په کنړ کې د داعش،القاعدې او لښګر طیبه په ګډون ۱۵ ترهګرۍ ډلې دي چې د حکومت پر ضد فعالیت لري.»

له بلخوا د کنړ یو شمېر اوسېدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دغه ولایت د ترهګرو له منګولو وژغوري.

په هغه ښار کې چې ۱۵ ترهګرۍ ډلې د امنیت د له‎منځه وړلو لپاره یې په کمین کې ناستې دي ژوند ستونزمن دی.

د کنړ یو اوسېدونکی عطاالله چې د یو نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د سرکانو ولسوالۍ څخه اسد آباد ته راځي او د ورځې ۲۰۰ افغانۍ عواید لري خو اصلي درد یې ډوډۍ نه ده، بلکې د پاکستاني پوځیانو د توغول شوي توغنديو د لګېدو له امله یې کور ویجاړ شوی او یو وراره یې هم په‎کې ژوند بایللی.

عطاالله وویل:«کور مې په سرکانو کې دی.هره ورځ دلته راځم او بېرته کور ته ځم او د ورځې ۲۰۰ افغانۍ کار کوم.د پاکستان د مرمیو باران دوام لري او یو وراره مې د پاکستانیانو په ډزو کې شهید شو.»

یو څه چې د کنړ چارواکي یې اندېښمن کړي د داعېشیانو او القاعده ډلې په ګډون د نورو وسله والو ډلو سنبالېدل دي.

کله ناکله د اسد آباد پر ښار د طالبانو توغندويي بریدونه او ترورونه اندېښمنونکي دي.

شریک یي کړئ