د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ټدامیچي یماماتو،د نیویارک په ښارکې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په شورا کې د چهارشنبې پر ماښام(د غبرګولي په ۳۱ مه)وویل چې وروستۍ امنیتي پېښې ښيي چې د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې باید له ځنډ څخه پرته اصلاحات رامنځته شي.
ښاغلي یماماتو څرګنده کړه:«په افغانستان کې وروستۍ پېښې شيي چې په امنیتي سکټور کې له ځنډ څخه پرته اصلاحاتو ته اړتیا ده.»
هغه همدارنګه د سیاسي بې اعتمادۍ د لهمنځه وړلو لپاره د ټاکنو ترسره کول یوه جدي اړتیا وبلله او وې ویل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټانو وخت سبا پنجشنبې (د چنګاښ په ۱ نېټه)به اعلان شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي په دې اړه وویل:«د ټاکنو د ترسره کېدو د مهالوېش په اړه د وضاحت نشوالی پر حکومت د خلکو د بېاعتمادۍ اصلي لامل دی. د ټاکنو کمېسیون سبا (پنجشنبې) د ټاکنو مهالوېش به اعلان کړي.»
په همدې حال کې د افغانستان استازي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل پر هغو هېوادونو چې له ترهګړو ملاتړ کوي بندیزونه ولګوي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل وویل:«لومړی باید له ترهګرۍ سره د نړیوالۍ مبارزې بهیر له ډېر تمرکز او د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان له دېر دخیلوالي او صادقانه همکاري او باید د دغو هېوادونو د ځمکنۍ واکمنۍ سرغړونې پای ته ورسېږي؛دویم، زموږ دفاعي وړتیاوې باید لوړې شي او درېیم دا چې په افغانستان کې حکومتوالۍ ښه شي.»
ښاغلي صیقل همدارنګه په کابل کې وروستیو اعتراضونو ته اشاره وکړه او وې ویل چې د اعتراضونو لپاره د خلکو د مدني حقونو تر پښو لاندې کېدل به د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شي.
ښاغلي صیقل زیاته کړه:«هغو اعتراضونو چې په امنیتي بنسټونو کې یې اصلاحات غوښتل قرباني ورکړه.زه باور لرم کهچېرې د اعتراض لپاره زموږ د خلکو قانوني حقوق رعایت نهشي او د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ روزنه پرانیستل نهشي تاوتریخوالی به زیات شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي ګلبدین حکمتیار په داسې وخت کې کابل ته ستون شوی چې د افغانستان په سیاستونو کې په تېره بیا د سیاسي ګوندونو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې چټکتیا رامنځته شوې ده.
د ملګروملتو سازمان همداراز د ټاکنیزو حوزو ټاکل، بودیجه، د ټاکنو وخت او د دغو ټاکنو د مالي لګښت د برابرولو شرایط تراوسه هم په افغانستان کې د ټاکنو په وړاندې ننګونې بولي.
په دې اړه مو اندونه