افغانستان



ځايي چارواکي وايي چې د شنبې په شپه د کندز په ولایت کې له افغان پولیسو سره په نیښته کې یو ځايي طالب قومندان وژل شوی دی.

د کندز پولیس وايي دا پیښه د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ او په ترڅ کې یې طالب قومندان بشیر و وژل شو.

چارواکي وايي چې نور وسله وال له سیمې تښتیدلي دي.

چارواکي وايي چې په دې نیښته کې ملکي وګړو او پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

کندز د هیواد په شمال کې له هغو ولایتونو څخه دی چې وسله وال پکې ځينې وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو لپاره د سړک د غاړې ماینونه کاروي.

خبرونه - افغانستان



د امریکې د دفاع وزیر لیون پنیتا له نړیوالې ټولنې څخه د شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې د سختو نړیوالو اقتصادي ستونزو سره سره دې په افغانستان کې د قوي افغان امنیتي ځواک د شتون په موخه له هیواد سره اقتصادي مرستې زیاتې کړي.

امریکا به پر افغان سرتیرو د دې لپاره چې شمېر یې ۳۵۲۰۰۰ ته لوړ کړي او وکولای شي تر ۲۰۱۴ کال پورئ ټولې امنیتي چارې په خپل لاس کې واخلي نیژدې ۱۲ بیلیونه ډالره پانګونه وکړي.


ښاغلي پنیتا وویل:« د ښه امنیت د ساتنې په موخه افغان پوځ مالي ملاتړ ته اړتیا لري.»

امریکې داسې وړاندوینه کړې چې په راتلونکي کال کې به د افغان پوځ د روزنې او تجهیز ټول مصارف نیژدې ۶ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

امریکې له نړیوالې غوښتنه کړې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکې له مرستو پرته دوی هم له افغان پوځ سره په کال کې د یو بیلیون ډالره مرسته وکړي.

بلخوا د بریټانیا ددفاع وزیر فلیپ هاموند ویلي دي:« موږ باید دوو پوښتنو ته ځواب و مومو یو دا چې څه ډول له افغان پوځ سره اوږدمهاله مرستې وکړو اوبل دا چې څه ډول دا مرستې د دومه ډيرو متحدینو په منځ کې سره و ویشو. دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه بحث کوو او د شیکاګو په ناسته کې به یې هم په اړه خبرې وشي.»

د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د ناټو ۲۸ غړو د دفاع وزیران او ۲۲ نورو هیوادونو مشران چې د افغانستان په جګړه کې ښکیل دي په دې بحث وکړ ترڅو د مۍ په میاشت کې د شیکاګو د ناستې په اړه سره خبرې وکړې.

بلخوا د ناټو ځينې غړي هیوادونه غواړي چې د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې د افغان پوځ شمېر ۳۵۰۰۰۰ ته لوړ کړي ترڅو وکولای شي له دې لارې یې لګښتونه کم شي.

له افغان پوځ څخه د اوږدمهال لپاره د مرستې کول او تر ډیره د دوی ساتنه هغه څه دي چې د مۍ په میاشت کې به په شیکاګو کې د ناټو په ناسته کې پرې بحث وشي.

پنځه وړځې وړاندې د امریکې د دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي و دوی هیله من دی چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت سره را ونغاړي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا وايي په راتلونکي کال کې غواړي دوی هم خپل رول رونیزې او حمایوي برخې ته بدل کړي.

ده ویلي دي چې دوی به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې روزنیز او حمایوي رول ولري.

دا خبرې په داسې وخت کې کیږي چې فرانسې هم په ۲۰۱۳ کال کې د خپل ماموریت د پای ته رسیدو خبره کړې.

خو د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ویلي دي چې دوی تر ۲۰۱۴ کال پورې د نورو متحدینو سره د شوې ژمنې سره سم په خپل ځای دي.

امریکا په افغانستان کې نیژدې ۹۰ زره سرتیري لري چې په افغانستان کې له ۲۰۰ کال څخه تر دې دمه سرتیري له لاسه ورکړي دي.

ادامه مطلب...

خبرونه - افغانستان



ځايي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي دي چې په ننګرهار کې له پولیسو سره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي دي.

په دې نیښته کې یو افغان پولیس هم ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي طلوع نیوز ته ویلي دي دا پیښه د دې ولایت په کیره خیل ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې وسله والو پر پولیسو برید وکړ.

ښاغلي عبدالزي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه وايي چې د نیښتې په اړه په سیمه کې افغان پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

کیره خیل د دې ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه یوه ده چې وسله وال پکې ځينې وخت د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي.

خبرونه - افغانستان

د امریکې د څارګرې ادارې رییس ډيویډ پټریوس ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه باید د پاکستان خاورې ته د ننه نه شي.

دی وايي چې افغان ځواکونه د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړو لپاره د پاکستان خاورې ته نه شي داخلیدی ځکه دی وايي چې دا کار به سمې پایلې ونه لري.

پر پاکستان د ناټو تر وروستي برید وروسته د دې هیواد او امریکې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې، اوس اوس د امریکې د څارګرې ادارې رییس ویلي دي چې د پاکستان خاورې ته د افغان پوځ داخلیدو دی اندیښمن کړی دی او دا کار په هغو سیمو کې شونی دی چیرې چې د وسله والو د شتون رپوټ ورکول کیږي.

ډیویډ پټریوس ویلي دي:« د دې لپاره چې د پاکستان خاورې ته د ننه کیدل د پوښتنې وړ دي چې دا په افغانستان پورې اړه لري خو زه فکر کوم چې دوی باید وکولای شي په خپله خاوره کې له ترهګرو سره وجنګیږي دا کار باید پرته له دې وي چې هیواد له ستونزو سره مخ کړي.»

ده د امریکې د سنا څارګرې کمیټې ته ویلي دي چې د هیواد له شمال څخه د توکو په راوړو کې له روسیې سره خبرې روانې دي.

پټریوس ویلي دي:« د دې لپاره چې پاکستان د ناټو پر مخ اکمالاتي لار تړلې، نو مهمه ده چې ناټو او امریکا باید د افغانستان شمال ته چې د دې لارې ځای ناستې به وي پاملرنه وکړي.»

پر مومند ایجنسۍ کې پر شوي برید کې په لومړي غبرګون کې پاکستان پر ناټو خپله اکمالاتي لار وتړله له دې سره سره چې واشنګټن یې د پرانیستل کیدو لپاره هڅې وکړې خو تر دوو میاشتو وروسته لا هم دا لار تړلې پاتې.د شمال له لارې د توکو د راوړو لپاره هڅې روانې دي خو له اجازې سره سره به په دې لاره ډير لګښت راشي.

خبرونه - افغانستان

په افغانستان کې د امریکې سفیر راین کراکر د شنبې په ورځ وویل چې د لیزبون له پریکړې سره سم به د وسله والو پر وړاندې تر ۲۰۱ کال پورې پوځي عملیات دوام ولري.

ده د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د امنیتي چارو لیږد او همدارنګه د ناټو لخوا د افغان پوځونو د کاري او جنګي وړتیا د ښه والي په برخه کې به هڅې روانې وي او تر دې وروسته به ټول عملیات د افغان پوځ په مشري کیږي او نړیوال ځواکونه به ورسره حمایوي رول ولري.

د امریکې سفیر راین کراکر په دې خبرپاڼه کې ویلي دي:« د امنیتي چارو لیږد په سم ډول روان دی، دا د لیزبون په ناسته کې د شویو ژمنو او ستراتیژي د تغیر په مانا نه دی، خو موږ په دې هڅه کې یو چې افغانستان یو ځل بیا افغانانو، امریکې او نړیوالو ته د القاعدې او نورو ترهګرو پر مرکز کوم چې موږ ګواښوي بدل نه شي.»

ده زیاته کړه:« موږ له په افغانستان کې د سولې را وستو ته کوم چې زموږ او د سیمې په ګټه دی ژمن یو.»

دا خبرې په داسې وخت کې کيږي چې د امریکې د دفاع وزیر لیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې موږ هیله من یو ترڅو وکولای شو د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې خپل روان ماموریت پای ته ورسوي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکې د دفاع وزیر په افغانستان کې د خپل رول د تغیر په اړه خبرې کوي او ټنیګار کوي چې دوی به خپل رول د افغان ځواکونو روزنې ته واړوي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې فرانسې هم ویلي دي چې دوی به په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

دا پریکړه په ۲۰۱۰ کال کې په لیزبون کې د ناټو په ناسته کې وشوه او په افغانستان کې له شته بهرنیو ځواکونو غوښتنه وشوه چې دوی به په افغانستان کې خپل رول ته تغیر ورکوي او د افغان ځواکونو په روزنه به ټنګار کوي.

پنیتا ویلي دي چې د امنیتي چارو سپارل زموږ د وتو په مانا نه دي خو موږ غواړو چې د لیزبون د ناستې شوې پریکړې پلي شي.

د ناټو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل دوی هیله من دي چې امنیتي چارې تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونو ته وسپاري.

د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ویلي دي چې دوی به د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې د افغانستان د ټولو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

ښاغلي اندرس فوګ راسموسن وویل:« موږ په ۲۰۱۰ کال کې په لیزبون کې د شوې پریکړې سره سم په تدریجي ډول امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارو او دا کار پیل شوی دی او موږ هیله من یو چې دا پروسه تر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړه شي.»

د امریکې د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل:« تر اوسه زموږ رول ډير قوي دی او دا په دې مانا نه دی چې موږ مبارزې ته نه یو تیار.»

د امریکې ولسمشر بارک اوباما به هم تصمیم ونیسي چې د دوی څومره سرتیري به په افغانستان کې وي.

په اوس حال کې په افغانستان کې نیژدې ۱۳۰ زره بهرني سرتیري شته دي. چې نیژدې ۹۰ زره یې امریکایان دي.

ادامه مطلب...

خبرونه - افغانستان

مطالب بیشتر...

JPAGE_CURRENT_OF_TOTAL

ابتدا
قبلی
1

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?