Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوسني نظام په بدلون د صلاح‎الدین رباني ټینګار

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د جمعیت اسلامي رییس صلاح‎الدین رباني د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د اوسني نظام په بدلون ټینګار وکړ.

ښاغلي رباني وویل چې په اوسني نظام کې د جمعیت اسلامي حضور ډالۍ نه بلکې د دغه حزب د تېرو غړو د قربانیو پایله ده.

هغه زیاته کړه:«په اوسني نظام کې زموږ حضور د تېرو کسانو د قربانیو پایله ده؛د چا ډالۍ نه ده.موږ په نظام کې خپلې موخې پلټو که‎چېرې اړتیا وي بیا هم به قرباني ورکړو.»

هغه کوت څنډنه کوي چې د ملي یووالي حکومت له پلي کېدو څخه به لاس په سر نه‎شي.

هغه زیاتوي:«موږ همدارنګه د ولسي غوښتنې د ملي یووالي حکومت د هوکړه‎لیک په عملي کولو ولاړ یوو ترڅو د نظام جوړښت بدل کړو.»

په دغې غونډه کې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم وویل:«له ترهګرو ډلو سره به مبارزه وکړو او زموږ لپاره وروستي تورونه د منلو وړ نه دي.»

اسلامي جمعیت وايي ترهګر باید په ښو او بدو ونه وېشل شي.

د اصلاحاتو او ښې‎حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا‌ء مسعود وویل:«جمعیت به له خپلې ټلوالې سره ټول قومونه به راغونډ کړي او داسې حکومت به ټولو ډلو ته معرفي کړي چې جمعیت اسلامي به په راتلونکو نظامونو کې پراخه ونډه ولري.»

د جمعیت اسلامي دغه غړي پر ټاکنیزو اصلاحاتو او د برېښنايي پېژندپانو پر وېشل ټینګار کوي او وايي دغه ګوند به په راتلونکو ټاکنو او حکومتونو کې پراخ رول ولري.

شریک یي کړئ