د بغلان ولایت امنیتي چارواکو نن(یکشنبې د کب۱مه) وویل چې طالبانو د شنبې پر ورځ د هېواد د شمال ختیځې حوزې رئیس، محمد نعیم نوابي د هغه له موټر چلونکي سره تښتولی چې د پلخمري څخه د سمنګانو پر لور روان وه.
د بغلان پولیس د دې خبر په تائید سره وايي چې ښاغلی نوابي د پلخمري ښار په حاجي درویش سیمه کې د طالبانو لخوا تښتول شوی دی او د ډنډ شهابالدین سیمې ته لېږدول شوی.
د ښاغلي نوابي کورنۍ وايي چې هڅه کوي د سیمې سپینږېرو په منځګړتوب نوموړی خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د پلخمري ښار په حسینخېلو سیمه کې د ولایتي شورا غړی، علمجان مجاهد د هغې له لمسي او دوه ساتونکو سره ووژل او په غبرګون کې یې د بغلان ولایتي شورا خپله دروازه تړلې ده.