د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ په کېلهګي سیمه کې د ۴۰۴ډوله موټر اوښتو له امله ۱۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت سیمهييز چارواکو نن(یکشنبې د زمري لومړۍ) طلوعنیوز ته وویل چې یا د موټر له بدخشان څخه کابل ته پر لاره وه.
د یاد ولایت د عامې روغتیا مرستیال، عبدالعلیم غغاري څرګنده کړه، تر اوسه پورې د پلخمري روغتون ته ۱۴ تنه قربانیان وروړل شوي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلي غفاري زیاته کړه، ۲۶ ټپیان هم روغتون ته وروړل شوي چې د ډېر شمېر حالت یې د اندېښې وړ دی.
له دې سره ښایې د قربانیانو شمېر زیات شي.
ویل کېږي چې د موټر اوښتو لامل تېر چلولو وو.