لسګونه هېوادوال له کابل څخه د پاکستان وروستیو راکټي بریدونو پرضد د یوه لاریون په ترڅ کې تورخم پر لور نن سهار(شنبه د کب۷مه) وخوځېدل چې د تورخم دروازې تړل کېدو او د پاکستان لخوا د افغانستان بشپړتیا د حاکمیت نقض په اړه غږ پورته کوي.
ټاکل شوې ده چې دا اعتراضکوونکي تورخم دروازې ته نېږدې خپل اعتراض وکړي.
یو تن اعتراضکوونکی، دین محمد وايي:«کلونه کېږي چې پاکستان زموږ پر هېواد سخت راکټي ګوزارونه کوي، موږ نور صبر او زغم نلرو.»
بل اعتراض کوونکونکی، میرزا محمد زیاتوي:«موږ به نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او بشري حقونو ته دا پیغام ورکړو چې موږ خپلې خاورې کې د تیري اجازه نه ورکوو.»
ټاکل شوې ده چې دا اعتراض کوونکي خپل لاریون ته په جلالآباد ښار تورخم دروازې ته نېږدې څو ورځو لپاره وغځوي.
اعتراضکوونکی، شمسالله څرګندوي:«پاکستاني پولیسو افغان کډوالو له خپل جومات څخه بېولي او بندیان کړې یې دي او خلک یې له کورنو بېولي دي.»
همداراز سید ابرار وايي:«موږ غواړو پاکستان ته دا پیغام ورسوو چې که مشران مو په خپل منځ کې اختلاف لري نو موږ له غاښماتوونکی ځواب ورکړو.»
افغان ځواکونه هم په دې لاریون کې د تورخم تر دروازې پورې د لاریون کوونکو د کاروان ملتیا کوي.