د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژۍ او پالیسي رئیس، محمداشرف حیدري چې د مسکو په شپږاړخیزه ناسته کې یې ګډون کړی وه وايي د افغانستان د نا امنیو اساسي لامل د ډيورنډ له کرښې هغې خوا سرچینه لري او تر هغې چې پر پاکستان فشار زیات نشي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري ونه کړي د افغانستان جګړه پایته نه رسیږي.
ښاغلي حیدري د طلوعنیوز په فراخبر کې د سیمې له هېوادونو غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل له سیاست څخه ملاتړ وکړي.
ده وویل:«په افغانستان کې نا امنۍ د ډیورنډ کرښې هغېغاړې سرچینه اخلي ځکه چې هغې خوا ته د ترهګرۍ او بنسټپالنې لپاره ټو امکانات او آسانتیاوې شته دي او له دې ډلو ملاتړ کېږي.»
ښاغلي حیدري وړاندې وویل:«تر هغې چې دا ځالې ونه تړل شي او د افغانستان د سولې شرطونه ونه منل شي، تر هغې چې یو عمومي اوربند ونشي او دا هېوادونه له خپلو امکاناتو کار وانهخلي او له پاکستان غوښتنه ونه کړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي، د افغانستان جګړه پایته نه رسيږي.»
ښاغلي حیدري همداراز له سیمې هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګرو پټنځایونو له منځه وړو په موخه پر دې هېواد فشار راوړي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه:«د دې ناستې اصلي چورلیز د افغانستان عمومي حالاتو څېړنه او همداراز د سولې پرمختګ موضوع وه.»
ده د ګډون کوونکو هېوادونو دریځ په اړه وویل چې دا هېوادونه هم د افغانستان نا امنیو په اړه اندېښنه لري او د دې هېواد سوله او ټيکاو د ټولو په ګټه دی.