Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال دوستم کور د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې

د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم کور نن(سې‎شنبې د کب۳مه) د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا کلابند شو.

د سې‎شنبې پر ګیهځ د جنرال دوستم کور ته ټولې غځېدلې لارې وتړل شوې او امنیتي ځواکونه د ولسمشر د لومړي مرستیال کور ته نېږدې په ټولو کوڅو کې ځای پر ځای شول.

یوه امنیتي سرچینه وايي، د جنرال دوستم کور ځکه د افغان ځواکونو له‎خوا کلابند شوي چې جنرال دوستم کابل ته لا ډېر وسله‎وال ځواکونه راوستي، ساتونکي یې څېړنې ته نه دي چمتو او جنرال دوستم په دې برخه کې همکاري نه ده کړي.

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني وايي چې د کابل اوسېدونکي چې د دغې کلابندۍ په اړه څه نه پوهېږدل په پلازمېنه کې د دغو ځواکونو له حضور څخه هېرېدلي وو.

د ولسمشر لومړی مرستیال له درېیو میاشتو وروسته د دوشنبې له غرمې وروسته په سختو امنیتي تدابیرو او له ډېرو ساتونکو سره د خپل کاري دفتر ته ولاړ.

خو د سه شنبې په سهار ډېرو پوځیانو د جنرال دوستم کور کلابند کړ.

د کلابندۍ کړۍ له نوي ښار څخه تر قلعه فتح الله، شیرپور او وزیراکبر خان پورې ده.

یوه حکومتي سرچینه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور په درېیو لاملونو کلابند شوی دی، لومړی پلازمېني ته د لازیاتو وسله والو راوستل، دویم لويې څارنوالۍ ته د ځواب ویلو لپاره له نهو ساتونکو څخه چې له احمدي ایشچي سره په ناوړه چلند تورن وو د هغه د ۷ ساتونکو نه حاضرېدل او درېیم د احمدایشچي د دوسیې د څېړلو په کار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال نه همکاري د امنیتي ځواکونو لخوا د ښاغلي دوستم د کور د کلابند کولو لاملونه دي.

په ډېریو واټونو د افغان پوځیانو شتون کابل ښاریان چې له دې پېښې خبر نه دي وېرېدلي او همداراز د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.

د کابل اوسېدونکی احمد شبیر وویل:«د شیرپور سیمه چې له نهو بجو څخه تراوسه تړلې ده.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد عظیم هم وویل:«په دغو واټونو د تېرېدو هېڅ اجازه نه لري.»

یو ناروغ  کس چې له ګردیز څخه کابل ته راغلی او وايي نوی له جراحي عملیات څخه خلاص شوی او مجبور دی د واټونو د تړل کېدو له  امله د ښار له دې برخې پلی ولاړ شي.

هغه وویل:«ناروغ یم عملیات مې کړی دی اوس د روغتون په لور روان یم موټر ته مې اجازه نه ورکوي ځکه چې لارې تړلې دي پلی ځم.»

له بلخوا احمدایشچي د ښاغلي دوستم د کور د کلابندۍ هرکلی کوي او د جنرال دوستم د ساتونکو د بې له ځنډه نیول کېدو او همداراز د ولسمشر د لومړي مرستیال د کار د ځنډولو غوښتونکی دی.

د افغانستان د ملي غورځنګ پخوانی مرستیال احمد ایشچي په دې اړه وویل:«د دولت د صبر کاسه نسکوره شوې او اوس غواړي چې د قوه په استعمال سره تورن ونیسي.»

لویې څارنوالۍ پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتونکو د احمد ایشچي د تورونو د څېړلو پر مهال دغو تورونو ته د ځواب ویلو او دغې ادارې ته د حاضرېدو له امله ښاغلي دوستم ته څو لیکونه ولېږل خو د ولسمشر لومړي مرستیال دغو لیکونو ته پام ونه‎کړ او لویې څارنوالۍ هم د نوموړي د ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.

د جنرال دوستم د ۷ ساتونکو د حکم له صادرېدو د څو اوونیو په تېرېدو تراوسه دوی د پلټنو لپاره نه دي حاضر شوي.

دا دویم ځل دی چې جنرال دوستم په خپل کور کې د امنیتي ځواکونولخوا کلابند کېږي له دې مخکې د ۱۳۸۶ کال په سلواغې میاشت کې ښاغلی دوستم د اکبربای د وهلو ټکولو په تور د هغه کور د لسو ساعتونو لپاره کلابند شوی و.

شریک یي کړئ