Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاهین قول اردو د یوه وژل شوي سرتېري کورنۍ له حکومته عدالت غواړي

د هغه سر تېري کورنۍ چې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په برید کې شهید شوی وايي چې د قربانیانو د مړو په لیدو سره یې ټکان خوړلی او له حکومت څخه یې غوښتنه دا ده هغو کسانو چې په دغه برید کې لاس لرلی باید په کلکه سزا ورکړل شي.

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی احمد الله وايي:«له حکومت څخه زما غوښتنه دا ده هغو کسانو چې دغه کار په شاهین قول اردو کړی،هغوی باید مجازات نه باید ورک شي.د هغوی استعفا کومه مانا نه‎لري.هغوی باید په پایه وزړول شي چې ماغزه یې کارغیان وخوري.»

دولتي ځواکونه تراوسه هم ،پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

په دې لړ کې ملي دفاع وزارت، د دغې پېښې د قربانیانو شمېر خپور کړی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«په ۲۰۹ قول اردو کې زموږ د شهیدانو شمېر ۱۳۵ تنه او د ټپيانو شمېر ۶۴ تنه دی چې موږ د ولایتونو،شهیدانو او ټپيانو په توپیر سره،رسنیو ته اعلامیه ورکړې ده.»

په دې اړه مو له پرېکنده ملاتړ مأموریت څخه هم وپوښتل؛خو بهرني ځواکونه وايي چې دغو پوښتنو ته باید دولتي ځواکونه ځواب ووايي.

د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویاند ویلیام سالوین وویل:«دا یوه ستره غمیزه ده.موږ باید دغه پېښه وڅېړو او باید پیدا کړو چې څه پېښه شوې ده،ترڅو په راتلونکي کې وکړای شو مخه یې ونیسو،چمتو باید وو.له همدې امله،زموږ تمرکز به د پېښې په همدې اړخ وي.»

له دې وړاندې ځینو معتبرو سرچینو ویلي چې حکومت پرېکړه کړئ؛چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر پټ وساتي.

خبریال نظري پریاني په دې اړه وویل:«له دې پرته چې دوی مرګ ژوبله نه اعلانوي، په راتلونکي کې د داشان پېښو د مخنیوي لپاره هېڅ ګام نه پورته کوي.»

د ۲۰۹ شاهین قول اردو پېښه،د دولتي ځواکونو په وړاندې تر ټولو خونړی او د ډېرې مرګ ژوبلې لرونکی برید وه چې ترسره شوی دی.

د سرچینې په وینا په پلازمېنه او ولایتونو کې د دغې پېښې د څه باندې ۲۵۰ قربانیانو پېژاند څرګند او له دې ډلې د ځینو شهیدانو شمېر،کورنیو ته یې سپارل شوی دی.

شریک یي کړئ