Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غور تیوري ولسوالۍ طالبانو نیولې ده

د غور ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د تیورې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د یاد ولایت د عامه نظم پولیسو قومندان، محمود اندرابي څرګندوي چې نن سهار یک‎شنبې( د زمري لومړۍ) دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د نښتې په پایله کې یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې او یوازې یوه پوسته د افغان ځواکونو لاس کې ده.

یاد چارواکی وايي چې یو شمېر سیمه‎ييز پاڅون‎کوونکي او امنیتي ځواکونه ولسوالۍ ته نېږدې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

ښاغلی اندرابي زیاتوي چې له سیمه‎ييزو پاڅون‎کوونکو او افغان سرتېرو ترڅنګ د ولسي جرګې غړی، ډاکټر  ابراهیم ملک‎زاده هم له کلابندۍ کې دی.

په همدې حال کې د غور د والي ویاند، عبدالحی حطیبي څرګندوي چې د پسابند ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا کلابنده شوې ده.

که څه هم چې د افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې په اړه راپورونه شته، خو د اړیکو پرې‎والي له امله هېڅ کوم چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غور تیوري ولسوالۍ طالبانو نیولې ده

که څه هم چې د افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې په اړه راپورونه شته، خو د اړیکو پرې‎والي له امله هېڅ کوم چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ