د پوهنې وزارت د کابل په دیارلسمه حوزه کې د فیض محمد کاتب لېسې د زدهکوونکو لپاره چې په ناهوار،د سوځونکي لمر لاندې د خاورې پر مخ زده کړې کوي،یوه ودانۍ یې په کرایه نیولې،خو تراوسه هم دغه کوچني زده کوونکي،د لیک لوست د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي بې برخې دي.
د دغه ښوونځي یوه زده کوونکې صالحه وايي:«موږ د لمر په زړه کې لوست کوو؛اوس دلته راغلي یوو کتاب او څوکۍ نهلرو.»
بله زده کوونکې خاطره هم وايي:«موږ غواړو چې زموږ لپاره څوکۍ راړوي،مېز راوړي،موږ د ځمکې پر مخ کېنو.»
د سیمې اوسېدونکي او ښوونکي وايي چې د فیص محمد کاتب ښوونځی ۹ زره زدهکوونکي لري،خو هېڅ ودانۍ نهلري.
د دغه ښوونځي یو تن ښوونکی محمد عارف حیدري وویل:«له وزارت څخه پلاوی را نهغی څېړنه یې ونه کړه.موږ له مسؤولانو څخه غواړو چې عملي اقدام وکړي او د دغه ښوونځي ودانۍ جوړه کړي.»
د سیمې د خلکو استازی رضا حسني هم څرګنده کړه:«دغه حویلۍ چې په کرایه نیول شوې دي ښوونځیو لپاره معیاري نه دي.»
د سیمې د خلکو بل استازی حسین رضواني په ډاګه کړه:«د دغه ښوونځي ودانۍ باید د زده کوونکو لپاره جوړه کړي،که نه د ښوونځي ځمکه غصب کېږي.»
د شمېرو له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ له امله کابو درې زره ښوونځي تړلي دي او کابو درې نیم مېلیونه تنه هم ښووني او روزنې ته لاسرسۍ نهلري.
د فیض محمد کاتب ښوونځي د زدهکوونکو ستونزې لاهم حل شوي نه دي