Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوي ښوونیز کال پیل او ښوونځيو ته د زده‎کوونکو ستنېدل

د نوي کال له پیل سره په زرګونه کورنۍ په لېوالتیا سره خپل ماشومان ښوونځيو ته استوي.

په دغه رپوټ کې د طلوع نیوز خبریالې انیسه شهید،د یوې کورنۍ د دوه ماشومانو شاملېدل انځور کړي دي چې له شور او لېوالتیا سره د ښوونځي په لور درومي.

په اوسني وخت کې په هېواد کې ښايي د ډېرو ماشومانو یوازینۍ هیله ښونځي ته تلل وي. له هغو زرګونو ماشومانو له ډلې چې سږکال د نا امنیو او اقتصادي کمزورتیا له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخي دي.

شپږ کلنه اسما او ۷ کلن عبدالغفار ښايي  د نېکمرغه ماشومانو له ډلې څخه وي چې ښووني او روزنې ته لاسرسۍ لري.

ظاهراً اسما په ښوونځي کې د شاملېدو او لیک لوست سره ډېره لېوالتیا لري.

اسما وايي:«غواړم چې درس ووایم،غواړم چې ډاکټره شم.»

د دغو دوو ماشومانو تره عبدالرزاق وايي:«راغلی یم چې خپل ورېرونه په ښوونځي کې شامل کړم ترڅو روښانه راتلونکی ولري.»

ښوونکي هم ماشومان د ټولنې د راتلونکي جوړونکي بولي او له کورنیو غواړي ترڅو له خپلو ماشومانو سره په زده‎کړو کې مرسته وکړي.

د کابل ښار یو تن ښوونکی زین العرب وايي:«له محترمو کورنیو څخه غواړو چې لطفاً خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي،زموږ ښوونکي به ډېره هڅه وکړي ترڅو هغوی په سالمه توګه ټولنې ته وړاندې کړي.»

د کابل ښار د یوه ښوونځي مدیره مرضیه عزیزي هم څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو ترڅو ډېر ماشومان ښوونځيو ته جذب کړو ترڅو لوست وکړي.»

 د نوي ښوونیز کال په پیل سره د هېواد په سړو سیمو کې کابو یو مېلیون ماشومان نوي ښونځیو ته مخه کوي. د ودانیو نشتوالی، د ښوونیزو کتابونو نشتوالی، او د نا امنیو له امله د ښوونځیو بند پاتې کېدل هغه ستونزې دي چې هېوادوال ورسره مخامخ دي.

شریک یي کړئ