د هېواد په خیتځ د سرحدي ځواکونو قومندان وايي چې پاکستاني پوځیان دوه ورځې وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو.
دغو ځواکونو هڅه کوله چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته عملیات ترسره کړي،خو دولتي ځواکونو هېڅکله داسې اجازه ور نه کړه.
د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خېل په دې اړه وویل:«په صفري سیمو کې په لالپور او تورخم کې ځای پر ځای شوي وو،خو دوه ورځې وړاندې بېرته هغه ځایونه یې پرېښودل.»
له بلخوا د لالپورې ولسوالۍ د ۹ کلیو اوسېدونکي د طلوعنیوز خبریال شریف امیري ته ویلي چې د پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو په پایله کې کورونه یې ویجاړ شوي او اوس په بېکورۍ کې شپې او ورځې تېروي.
د لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکی شان حاجي وايي:«څوک په کور کې ټپي شوی او څوک د تېښې په لاره کې ټپي شوی.»
د یوه بل توغندي د لګېدو له امله یو۷۰ کلن کس هم ټپي شوی دی چې پښه او زنه یې ژوبل شوي دي.
ټپي کس لقمان وویل:«په کور کې وم لاړم چې غواګانو ته واښه واچوم چې یو توغندی راغی پښه او زنه یې را ته ټپي کړه.»
لومړنۍ شمېرې ښي چې د لالپورې له نهو کلیو څخه کابو ۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
۸۰ کلن میراجان وايي چې ټول شته یې د پاکستاني پوځیانود توغندیو په اور کې وسوځېدل او د کلي شا اخوا ته د پاکستاني پوځیانو د حضور څخه اندېښنه لري.
هغه زیاته کړه:«په درې ورځو کې پر موږ د توغندیو باران وه،زموږ په کلي کې ټول کورونه ویجاړ شوي زموږ کور هم نړېدلی.»
محمد اکرم یو له هغو ماشومانو څخه دی چې تر یوې اوونې مخکې په ښوونځي کې په زدهکړو بوخت وو. هغه وویل چې ښوونځی یې د پاکستاني پوځیانو د توغندیو له امله ویجاړ شوی.
هغه زیاته کړه:«زموږ پر ښوونځي توغندی ولګېد او اوس ښوونځي ته تللای نه شم.»
په همدې حال کې په لارپورې ولسوالۍ کې د پولیسو یو سرتېری عبدالغفار وايي:«د پولې له هغې غاړې توغندي راځي.موږ په دې ځای کې چمتو یوو او له چا څخه کم هم نه یوو.»
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د هر ځل تاوتریخوالیو په ډېرېدو سره، د هېواد په ختیځ کې ډېرې برخې د داشان وضعیت سره مخ کېږي دا ځل د ننګرهار لالپورې ولسوالۍ دا درد زغملی دی.