Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د پروسې غونډه په کابل کې د غبرګولي په ۱۶ مه جوړېږي

کابل به د غبرګولي په شپاړسمه نېټه د داسې غونډې کوربه وي چې په هغې کې به د سیمې او یو شمېر نورو هېوادونو غړي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه سلامشوره وکړي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي چې دغه غونډه به افغانستان مدیریت کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د کابل غونډه،سولې ته متمرکزه ده.افغانستان په هڅه کې دی چې د سیمې او نړیوالو هېوادونو په همکارۍ د سولې د خبرو اترو بنسټ کېږدي چې له یوې سیمه‎ییزې او نړیوالې اجماع څخه به برخه منه وي.»

په همدې حال کې،د سولې عالي شورا وايي چې دغه غونډه کولای شي چې افغانستان ته زمنیه برابره کړي ترڅو له طالبانو سره د خبرو اترو د مدیریت او مالکیت خپل کړي.

د سولې د عالي شورا نړیوال سلاکار محمد اسماعیل قاسم‎یار په دې اړه څرګنده کړه:«دغه کنفرانس د سولې د عالي شورا له نظره، د دې لپاره یو اقدام دی چې افغانستان په خپله د سولې د پروسې مشري وکړي او د داشان کنفرانسونو دوام بالاخره پایلې ته رسېږي.»

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې د ننه په افغانستان کې د دغه راز غونډو جوړېدل به په هېواد کې د سولې په اړه د سیمه‎يیزې همغږۍ لامل شي.

د ولسي جرګې غړي سید علي کاظمي هم زیاته کړه:«افغان حکومت باید د دغې غونډې له جوړېدو مخکې، بېلابېل لیدلوري وڅېړي او په ټول کې یوې پایلې ته ورسېږي ترڅو دغه غونډه له ځان سره پایلې ولري.»

په تېرو وختونو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې تر ډېره له افغانستانه بهر جوړېدې او هېڅ یوې ناستې د سولې لپاره لاره نه ده هواره کړې خو و به لیدل شي چې د کابل ناسته او د سیمې او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون سلامشورې به د سولې په وړاندې خنډونه له منځه یوسي که نه؟

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د افغانستان سیمه‎ییز شریکان د سولې لپاره د «کابل پروسې» غونډه چې ټاکل شوې ده په افغانستان کې ترسره شي، ګډون به وکړي.

شریک یي کړئ