د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان، پر یوبل د حکومتي چارواکو بېباوري د حکومتي بنسټونو لپاره خطرناکه بولي او وايي چې د دې لړۍ دوام حکومت کمزوری کوي.
دوی زیاتوي چې د حکومتي چارواکو ترمنځ ستونزې افغانستان له ناورین سره مخامخ کوي او ورته د تفاهم او همغږۍ وړاندیز کوی.
د ولسي جرګې غړی، قاضي عبدالرحیم په دې اړه وايي:«کله چې په یوه اداره کې باور نه وي او خپلمنځي اختلافونه وي نو هغه اداره ناکامه ده.»
یو شمير شنونکي ټینګار کوي، چې چارواکي دې یو بل هوکړې ته ورسېږي او حکومت کې دې اوسنیو نیمګړتیاو ته حل لار ومومي.
د سیاسي چارو کارپوه، توپان وزیري وايي:«دا یو خطرناکه حالت دی او حکومت باید په دې وخت کې سیاسي اجماع راوغواړي.»
دا ندېښنې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې د بلخ والي، عطامحمد نور، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاحالدین رباني او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق په ګډون د حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو، د ملي یووالي حکومت په مشرتابه سختې نیوکې کړي.
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند، دوا خان مینهپال له ساسیتوالو غواړي چې مسوولیت سره دې خبرې وکړي.
دی زیاتوي:«ولسمشر د مشارکت او مشورې پر اصل باور لري، موږ هیله لرو چې ټول سیاسیون په هېواد کې مسوولانه او د ملي روحیې سره سم د اصلاحاتو په راوستو کې مرسته وکړي.»
بل لور، ځینې شنونکي، د نظام په مشرتابه د ځینو چارواکو د نیوکو موخه، امتیاز غوښتل او زور ویل بولي.
حکومت کې دننه او بهر ځینې سیاستوال کله کله، د ولسمشر او اجراییه رییس پر کړنو نیوکه کوي او باور یې دا وي، چې حکومت هڅه کوي، واک ولکه کړي او د سمون لپاره د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه کوي.
خو حکومت کې چارواکي ټینګار کوي، څه یې چې کړي د اصلاحاتو لپاره دي او دا همداراز اصلاحات به لاهم دوام وکړي.