Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روباټ جوړونکې نجونې هېواد ته راستنې شوې

په امریکا کې د روباټ جوړونې په لومړنیو نړیوالو سیالیو کې هغو نجونو چې د سپینو مډال ترلاسه کړ،نن (شنبې د چنګاښ په ۳۱ مه) کابل ته راستنې شوې او د کابل په هوايي ډګر کې د ملي شورا د غړو او د حکومت د چارواکو له خوا یې تود هرکلی وشو.

د هرات د پوهنې رییس عبدالرحمن احمدي په دې اړه وویل:«د دغو نجونو لاسته راوړنې به د ټولو نجونو لپاره به د هڅونې لامل شي او د هغوی د پنځونې او نوښت په وده کې به اغېزه وکړي.»

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په دې اړه زیاته کړه:«دغه نجونې وتوانېدې د نړۍ په کچه د افغان نجونو استعداد نندارې ته وړاندې کړي.»

د نړۍ ۱۶۳ هېوادونو کې، افغانو روبات جوړونکو نجونو د افغانستان نوم دویم ځای ګي کې ثبت کړ. خو د دې لاسته راوړنې لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې.

د روباټ جوړونکو نجونو غړې لیدا عظیمي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«کله چې موږ صحنې ته ورسېدو او درېدلي وو ډېر خوشحاله وو کله چې وویل افغانستان ما غږ کړ چې هووورا.»

د افغانستان د روباټ جوړونکو لارښود علي رضا مهربان وویل:«له هغو ستونزو سره چې په ګمرک کې وې او هغه سرخوږی چې زموږ لپاره جوړ وو او د سیالیو جوړونکو موږ ته ویل چې نه شی کولای دا جوړ کړئ، خو جوړ مو کړ او په دوه اوونیو کې.»

د حکومت اجراییه رییس، افغانې روبات جوړونکې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د دوی د روزنې لپاره اسانتیا برابرولو کې به مرسته وکړي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«تاسو یو ستر ګام پورته کړی او ډېر نور ستر ګامونه په مخ کې لرئ. انشاالله نه یوازې دا چې بل ځل هم ویاړ راوړئ، تاسو له خپلو لاسته راوړنو او نوښتونو سره د خلکو په ژوند کې بدلون راولی.»

د روباټ جوړونې نړیوالې سیالۍ کې افغان روبات جوړونکو نجونو د لومړي ځل ګډون لپاره، په عادي اسانتیاو کار پیل کړ.

دې سیالۍ کې د ګډون لپاره یې د امریکا له خوا دوه ځل ویزه رد شوه. خو په پایله کې د دغه هېواد د ولسمشر په منځګړتوب، سیالۍ ته لاړې او له لاسته راوړنو سره بېر ته هېواد ته راستانې شوې.

روباټ جوړونکې نجونې هېواد ته راستنې شوې

د سپينو له مډال سربېره،روباټ جوړونکو نجونو هېواد ته ډېرې هیلې او امیدونه راوړل؛د هغو ځوانانو لپاره هیلې چې د جګړې او تاوتریخوالي په منځ کې یې استعدادونه ځپل شوي، او د هغو نجونو ته هیلې چې له خپلو لومړنیو حقونو چې هغه ښوونه ده بې برخې پاتې دي.

شریک یي کړئ