د غور ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې طالبانو وروسته له تیورې ولسوالۍ له نیولو روغتون ته د ننه شوي او پر لسګونو تنو ډاکټرانو او ناروغانو یې ډزې کړې دي.
د غور د پولیسو ویاند، محمداقبال نظامي طلوعنیوز ته وویل چې طالبانو د روغتون ټول ناروغان د ښځو او ماشومانو په ګډون وژلي او روغتون ته یې اور ورته کړی دی.
طالبانو د غور ولایت تیورې ولسوالي نن(یکشنبې د زمري لومړۍ) ونیوه.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په نښتو کې کابو ۳۰ تنه افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامه نظم پولیسو قومندان، محمود اندرابي څرګندوي چې سهار ویلي وو چې دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې وه چې د نښتې په پایله کې یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې او یوازې یوه پوسته د افغان ځواکونو لاس کې ده.