Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: له ترهګرو د یو شمېر هېوادونو ملاتړ امنیتي ګواښ دی

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس خبرداری ورکوي چې له ترهګرو ډلو د سیمې د یو شمېر هېوادونو سیاسي، اقتصادی او پوځي ملاتړ به دسیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وي.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې له ترهګرو ډلو سره د افغانستان مبارزه د سیمې هېوادونو لپاره ښه موکه  ده او  دغه هېوادونه باید له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

اجرائیه رئيس وړاندې وویل:«له ترهګرو هر ډول سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ د سمې او د نړۍ د سولې په زیان دی او ټوله سیمه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې صادقانه ګامونه پورته کړي.»

کندز، کلات، مهترلام، فراه او لښکرګاه هغه ښارونه دي چې تیر کال د ترهګرو له جدي فعالیتونو سره مخامخ و چې په دغو ښارونو کې تراوسه هم خلک د ګواښونو په اړه انديښمن دي.

د لغمان امنیه قومندان، فضل احمد شېرزاد زیاتوي:«نه د جګړې په موسم کې او نه هم اوس دښمن د دې توان لري چې زموږ ولسوالۍ نسکورې کړي او د مهترلام ښار خو به یو خوب وي.»

امنیتي ادارې د هغو پروګرامونو خبره کوي چې له مخې به یې د هېواد زیانمنونکې سیمې له ترهګرو څخه پاکې شي.
 
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري څرګندوي:«ټولې زیان‎منونکې سیمې په نښه شوې دي او زموږ پوځي عملیات به له هغو ولایتونو او ولسوالیو پیل شي چې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.»

ټاکل شوې د افغان ځواکونو پسرلني عملیات په نېږدې راتلونکي کې پيل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش زیاتوي:«دا عملیات په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي، په ځانګړې توګه هغو ولایتونو کې چې تېر کال نا امنه وو.»

په اوسني وخت کې نړیوال او سیمه‎يیزې ترهګرې ډلې د افغان دولت پرخلاف جنګیږي، د هېواد امنیتي او دفاعي ادارې خبرداری ورکوي چې دا ډلې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره په سیمه کې لوي پوځي مرکزونه جوړ کړي.

له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي ادارې ویلي افغان دولتي په اوسني وخت کې د افغانستان د خاورې ۶۳ سلنه برخه په واک کې لري او د تیر کال په پرتله نهه سلنه افغان خاوره د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې له ترهګرو ډلو سره د افغانستان مبارزه د سیمې هېوادونو لپاره ښه موکه  ده او  دغه هېوادونه باید له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

شریک یي کړئ