هغه چاودېدونکي توکي چې د کندهار په پېښه کې استفاده شوي وو،مېلمستون ته د هغو لوښو په پوښ کې راوړل شوي وو چې د همغې شپې د مېلمستیا لپاره ور څخه کار اخیستل کېده.
د کندهار والي همایون عزیزي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې زموږ څېړنې ښيي دغه لږ چاودېدونکي توکي،خو ډېر ځواکمن وو او ټینګار کوي چې د کندهار د ولایت پر مېلمستون برید د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پلان شوی وه.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه:«مواد د مقدار له پلوه،ډېر کم مواد وو؛خو د خپل د ویجاړۍ د ځواک له پلوه،د ویچاړۍ فوق العاده ځواک یې درلود او دا هغو لوښو په تنظیم کې چې د دغه ملېمستیا لپاره چمتو شوي وو،په همدې مهال کې مواد هم ځای پر ځای شول.»
که څه هم طالبان په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي ؛ خو د کندهار والي هغوی د دغه برید پر ترسره کولو تورنوي.
د کندهار والي وايي:«دغه کړنه د طالبانو د ډلې له خوا پلان او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پلان شوې وه او د کندهار ولایت په مېلمستون کې عملي شوه.»
د کندهار ولایت پر مېلمستون برید په افغانستان کې کم سارې بلل شوې ده او تر اوسه د دغه برید څرنګوالی په بشپړه توګه څرګند شوی نه دی.
خبریال نظري پریاني وايي:«ډېر موردونه نظر ته رسي چې د ننه په نظام کې د ځانګړو کړیو د دښمن د موخه لرونکو بریدونو د تطبیق لپاره ډېر ګټور دی او همدا مسایل د دې لامل کېږي چې دولت د ډېریو پېښو له څېړنې ډډه وکړي؛ځکه چې څېړونکي هغه پړاو ته رسېږي چې د عامو په اصطلاح،چې لاس یې لوړو چارواکو ته رسېږي.»
د کندهار ولایت د مېلمستون په چاودونه کې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډيپلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر چې په دې پېښه کې ټپي شوی و وروسته ساه ورکړه .