ولسمشر غني له دیني عالمانو څخه غواړي چې له حکومت سره د سولې د ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.
ولسمشر د جمعې پر ورځ(د کب۶مه) له یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې وغوښتل چې د بین الافغاني د سولې خبرو اترو، اداري فساد او د نشهیي توکو پروړاندې د مباروز په برخه کې له منبرونو څخه تبلیغات وکړي.
ولسمشر غني په دې ناسته کې په هېواد کې پر ملي یووالي هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:"زموږ علماوو له هر جومات او منبر څخه د یووالي غږ پورته کړی دی او ولس یې د هر ډول بدو شرایطو په مقابل کې یو موټی ساتلی دی."
ولسمشر د سولې په راوستو، فساد او نشهيي توکو سره مبارزه کې د دیني علماوو ونأ مهمه بللي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان جګړه بهرنۍ او پر موږ تپل شوې جګړه ده.
د افغانستان د خلکو د اسلامي انقلاب د خوځښت ګوند غړو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یوه اسلامي مرکز په جوړیدو ټینګار وکړ.