په لغمان ولایت کې پر یوه ښوونځي د یوه توغندي د لګیدو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او۵ نور ټپيان شوي دي.
د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې دا پيښه تیره ورځ (شنبه د کب ۷مه)د یاد ولایت په مرکز مهترلام کې شوې ده.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي، د پوهنې وزارت شوې پيښه غندي.
د خبرپاڼې له مخې د پوهنې وزارت همداراز ښوونځي او مدرسې د خدای پېژندنې ځای بولي او له ښکیلو خواوو غواړي چې د ښوونځيو، مدرسو، ښوونکو او زدهکوونکو د ساتنې په برخه کې له هیڅ راز همکاریو ډډه ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د پوهنې وزارت اعلان کړی وه، دا چې په هېواد کې د ناامنیو له امله کابو زر ښوونځي تړلي پاتې دي او زرګونه زدهکوونکي له زدهکړې بېبرخې دي.