د بغلان ولایت اوسېدونکي د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ د افغان ځواکونو کارکړنې وستایلې او ټینګار کوي چې له دې ځواکونو سره به تل همکاره ووسي.
په همدې حال کې د دې ولایت دیني عالمانو هم د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ او غوښتنه یې ترې دا ده چې د اختر په ورځو کې امنیت وساتي.
د بغلان علماو شورا رئیس، مولوي عبدالهادي نادم په دې اړه وویل:«د بغلان ولایت اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، تر څو له زحمت ګاللو سره پرېنږدي چې ترهګر خپلې کړنې ترسره کړي او د خلکو ښې ورځې خرابې کړي.»
په همدې حال کې د بغلان والي، عبدالحی نعمتي د اختر لمانځه پرمهال له له خلکو غوښتنه وکړه چې په هر ځای کې چې دي مخالف وسلهوال دې د سولې بهیر ته وهڅوي.
دی زیاتوي:«موږ د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کوو چې د دولت مخالفو وسلهوالو سره دې خبرې وکړي او دوی دې اړ کړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او سولې سره یوځای شي.»
له بلې خوا د بغلان امنیه قومندان، اکرامالدین سریع ټینګار کوي چې افغان ځواکونو هڅې وې چې په دې د اختر لمونځ په امنه فضا کې ترسره شو.
نوموړي زیاته کړه:«ترهګرو ډېره هڅه وکړه چې ترهګریز بریدونه د اختر په لومړۍ ورځ ترسره کړي، خو له نیکه مرغه چې د افغان ځواکونو کلکې تابیاوې لامل شوې چې مخه یې ونیول شي.»
د بغلان ولایت د هېواد له نسبتآ ناامنو ولایتونو دی چې د طالبانو ډله په کې فعالیت کوي.