Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشرانو جرګې امنيتي چارواکي ورغوښتې وو

د ملي دفاع وزیر، عبدالله حبیبي چې نن( شنبې د وري۶مه) د مشرانو جرګې ته د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رئیس ترڅنګ د ځواب ویلو په موخه ورغوښتی شوی وه‎ ویې ویل چې د سردار محمد داوود خان روغتون په پېښه کې امنیتي او کشفي بنسټونو ناغېړي کړي وه.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:«دا باید څرګنده شي چې دا ترهګریز برید په کوم ځای کې پلان شوی وه؟ دا کار چا کړی وه؟ بل دا چې د ملي دفاع وزارت کشفي او استخباراتي څانګو ولي غفلت کړی وه.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر، تاج محمد جاهد هم د افغانستان جګړه پېچلې بولي او په روان کال کې د تاوتریخوالیو خبر ورکوي.

دی د کورنیو چارو وزارت په ګمارنو کې د لاس‎وهنو په اړه اندېښنه څرګندوي.

ښاغلي جاهد زیاتوي:«لوجستیک په استخباراتو کې ګمارل کېږي، په تعمیراتو کې ګمارل کېږي، دا موضوع زموږ د وطن او ټولو مصلحت دی، د کورنیو چارو وزارت یوازې نشي کولی.»

په دې لړ کې د ملي امنیت لوی رئيس د سردار محمد داوود خان روغتون او کندهار مېلمستون برید په اړه د لا ډېرو څېړنو خبر ورکوي.

د ملي امنیت رئيس، معصوم ستانکزی څرګندوي:«که موږ ټول سیاسي اراده ولرو، آیا کابل نشو اصلاح کولی؟ سل په سلو کې چې کولی شو! خو لومړۍ موږ ناقص یوو.»

مخکې له دې ویل شوي وو چې ولسي جرګه به امنیتي بنسټونو چارواکي دې جرګې ته د استیضاح په موخه ورغواړي.

مشرانو جرګې امنيتي چارواکي ورغوښتې وو

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر، تاج محمد جاهد هم د افغانستان جګړه پېچلې بولي او په روان کال کې د تاوتریخوالیو خبر ورکوي

شریک یي کړئ