Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وزیری:ملي دفاع وزارت له فساد سره مبارزه ګړندی کړې

ملي دفاع وزارت وايي چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت د تداکاتي او مالي برخو څخه کابو زر تنه د فساد په تړاو له خپلو کارونو څخه تبدیل شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي،د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې پر اداري فساد او مشرتابه کمزورتیا نیوکه وکړه.

 په طالبانو د سرتېرو له خوراکي توکو څخه غلا، د وسلو ، تېلو او پوځي وسایطو پلورله هغو تورونو دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو ځانګړي څېړونکي د افغانستان د پوځ په یو شمېر جنرالانو لګولي دي.

خو ملي دفاع وزارت په ملي اردو کې فساد تر هغه کمه بولي چې سیګر یې یادونه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«موږ د ملي دفاع په وزارت کې،ډېرې داسې دوسیې لرو چې تر څېړونو لاندې دي،په عدلي او قضايي بنسټونو کې د دې لپاره چې له فساد څخه مخنیوی وشي.له هغې ډلې په تېر کال کې کابو ۱،۶ مېلیارد افغانۍ په تړونونو کې تدارکاتو تصرف کړې دي.دغه ټولې هڅې د فساد د مخنیوي لپاره وې.»

په دې لړ کې د هېواد له جګړه ځپلو سیمو هم د هغو برخو په توګه یادونه کېږي چې د پوځیانو د دا ډول پراخ فساد شاهدې وې.

په کندز ولایت کې چې په تېرو دوه کلونو کې له بل هر وخت ډېر نا امنه وو په  دې اړه څو اړخیزې خبرې کېږي.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي څرګنده کړه:«هغه مهمات چې وېشل کېږي،د کشفي او استخباراتي بنسټونو څخه د یو کمېسیون ترڅارنې لاندې وېشل کېږي. بېرته چې مصرف کېږي هم،د دوی تر څارنې لاندې کېږي،کله چې تصدیق کوو یې کشفي او استخباراتي ارګانونو مصرف تېرېږي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په امنیتي بنسټونو کې اداري فساد«پراخ او د شرم وړ»بولي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وویل:«له بده مرغه دافغانستان په امنیتي بنسټونو کې فساد د بې شرمۍ له کچې هم اوښتې ده.»

د ولسي جرګې بل غړی عبدالرحیم ایوبي هم وايي:«له بوټونو،خولۍ،مرمیو ،تېلو او د موټر له روغنیاتو نیولې موز تر جنګي وسایطو؛دغه ټول پلور کېږي؛‎خو مصرف یې تېرېږي.»

اداري فساد د امنیتي ځواکونو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي.

لکه څنګه چې سیګر د ۲۱۵ هلمند قول اردو کې د مشرتابه کمزورتیا د دې یوه بېلګه بولي او وايي چې دا کار د طالبانو د پیاوړتیا لامل شوی دی.

شریک یي کړئ